د میټا له پرچاوۍ وروسته وټس اپ او انسټاګرام بېرته فعالیت پیل کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
پر چهارشنبه په نړیواله کچه له یوې پراخې پرچاوۍ وروسته اوس د انسټاګرام او وټس اپ په ګډون ډېری هغو اپلکشنونو بېرته عادي فعالیت پیل کړی، چې د میټا ملکیت دي.
فېسبوک بیا تر اوسه نه ده تائيد کړې، چې ایا ټول مسائل یې حل شوي او که نه. میټا پر اېکس یوه پیغام کې په دې هکله ویلي، '' مننه، چې له موږ سره یاست! موږ ۹۹ سلنه بېرته راستانه شوي یو – یوازې یو څو وروستۍ ازموینې پاتې دي. موږ له هغو ټولو بخښنه غواړو، چې د پرچاوۍ له کبله اغېزمن شول.''
د دغه ډول پرچاوۍ څارونکې وېبپاڼې ډاونډیټکټر په وینا د چهار شنبې پر ورځ نژدې ۲۲ زره کسانو د فېسبوک کارولو او نژدې ۱۸۰۰۰ کسانو د وټس اپ کارولو کې د ستونځو شکایتونه کړي.
د یادو اپلکشنونو په کارولو کې شکایتونه له اسیا، اسټرالیا، سویلي امریکا اروپا ځینو برخو، بریتانیا او امریکا څخه ترلاسه شوي دي.
تازه، وټس اپ پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویلي، ''ښه خواله ولرئ، موږ بېرته راستانه شوو.''
د انسټاګرام له لوري بیا لیکل شوي، '' اوووو موږ بېرته راستانه شوو، د انتظار لپاره بخښنه غواړو او مننه، چې له موږ سره یاست.''
ډاونډیټکټر د ترلاسه شویو شکایتونو پر بنسټ وايي، د اپلکشنونو په فعالیت کې د جي ایم ټي له مهال سره سم تېر ماښام نژدې شپږ بجې ستونزې پیل شوې.
د شکایتونو له ترلاسه کېدو سملاسي وروسته میټا ادارې وویل، دوی په ستونزه خبر دي او'' د ځینو تخنیکي ستونزو هوارولو'' هڅه کوي، چې ''زموږ اپلکشنونو ته یې د ځینو کاروونکو لاسرسي کې ستونزې رامنځته کړې دي.''
دوی دغه راز وویل، هڅه کوي، چې ''ژر تر ژره'' دغه ستونزې حل کړي.
د میټا اړوند ځینې خواله رسنۍ په نړۍ کې تر ټولو ډېر شهرت او کاروونکي لري. د دې ادارې اړوند فېسبوک پاڼه هره میاشت تر درې میلیاردو پورې فعال کاروونکي لري.
میټا په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو سترې پرچاوۍ سره مخامخ شوه، چې څښتن یې مارک زوکېربیرګ هم له کاروونکو رسماً بخښنه وغوښته.
هغه مهال د فېسبوک، مسنجر، وټس اپ او انسټاګرام په ګډون د دې ادارې اړوند اپلکشنونه د نژدې شپږ ساعتونو لپاره غیر فعال و.











