په بدخشان کې د ځمکې ښویېدنه؛ خلکو ته یې مالي‌ زیانونه اړولي

h

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په بدخشان ولایت کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې یوه غونډۍ را ښویېږي چې لسګونه کورنه په کې پراته دي. د ځمکې ښوېیدنې دا طبیعې پېښه د یاد ولایت په یاوان ولسوالۍ کې شوې ده.

د بدخشان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار بي بي سي ته وویل، د یادې طبیعې پېښې له امله ځايي اوسېدونکو ته زیانونه هم اوښتي دي.

د ښاغلي کامګار په وینا د ځمکې ښوېیدنې له امله تر اوسه د یاوان ولسوالۍ په یدنیل کهنه، نوآباد یدنیل، مرچ، شکولک او مرچ مرکزي کلیو کې د اوسېدونې نږدې ۱۵ کورونه، یو جومات، باغونه، د اوبو رسونې شبکه، ځایي کلنیک او لارې زیانمنې شوې دي.

نوموړی وایي،"دا کلي په یوه غونډۍ جوړ شوی او دا غونډۍ له څو ورځو را پدېخوا را نړېږي، د ځمکې دا ښوېیدنه له څلورو ورځو را په دې خوا روانه ده او که همداسې دوام وکړي ښایي په غونډۍ ټول کورونه او نورې ابادۍ ورسره ویجاړې شي."

h

د هغه په وینا په دې لړزانده غونډۍ نږدې ۲۰۰ کورونه له ګواښ سره مخ دي. د خواله رسنیو په ځینو خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې د یوې غونډۍ لویه برخه ښکته ښویېږي.

د ځايي چارواکو په وینا، سیمې ته د سروې او ژغورنې ډلې استول شوې، چې هلته ګېر خلک خوندي سیمو ته ولېږدي. تر اوسه روښانه نه ده چې څومره کسان هلته بند پاتې دي.

خو زیاتوي چې د ځايي ادارې له خوا له خلکو سره ډېرې کمې مرستې شوې او دوی تمه لري چې مرستندویان د خلکو لاسنیوي لپاره ډېرې مرستې وکړي.

د طالبانو حکومت ځايي چارواکي دا هم وایي چې د سیمې ډېری اوسېدونکي ورڅېرمه کلیو کې د خپلو خپلوانو په کورونو کې ځای پر ځای شوي.

بلخوا ځايي چارواکي وایې یاده سیمه یو کال مخکې هم له ورته ګواښ سره مخ شوې وه او دوی خلکو دغه سیمه تر ګواښ لاندې سیمه اعلان کړې وه او له خلکو یې غوښتنه شوې چې ترې ووځي خو خلکو د دوی دا غوښتنه بابیزه ګڼلې ده.

د افغانستان دغه لرې پراته غرني ولایت کې له وړاندې هم د غرونو او ځمکې ښوېیدنې مرګونې پېښه رامنځته شوې دي.

تر ټولو مرګونې پېښه د ۱۳۹۳ ه ش کال کې د دې ولایت په ارګو ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه چې په هغه پېښه کې نږدې ۲۵۰۰ کسان مړه او له ۳۰۰ ډېر کورونه تر خاورو لاندې شول.