عمران خان او ښځه یې د دولتي‌ ډالیو دویمه قضیه کې پر ۱۷-۱۷ کاله زندان محکوم شول

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

اسلام اباد کې یوې محکمې نن شنبه (د ډسمبر ۲۰مه) د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه ښځې بشری بي‌بي ته د دولتي ډالیو (توشه‌خانې) دویمه قضیه کې د لس - لس کاله بند سزا واوروله.

دواړو ته د پاکستان د جزا قانون د ۴۰۹ مادې له مخې د اوه - اوه کاله بند نوره سزا هم ورکړل شوې ده.

ځانګړي مرکزي قاضي شاه‌ رخ ارجمند په اډیاله زندان کې چې عمران خان او ښځه یې پکې د بند شپې سبا کوي، د دې قضیې په تړاو پرېکړه وکړه.

پر عمران خان او بشری بي‌بي له ۱۶ میلیون کلدارو ډېره جریمه هم لګول شوې ده.

خو د پاکستان پخواني لومړي وزیر او ښځې یې د اسلام اباد لوړه محکمه کې د استیناف غوښتلو پرېکړه کړې.

د هغه وکیل سلمان صفدر راولپنډۍ کې له اډیاله زندانه بهر رسنیو ته وویل، چې عمران خان ورته د دې پرېکړې خلاف پر ټولو ممکنو قانوني لارو د غور او چار سپارښتنه کړې.

ښاغلي صفدر ویلي چې د دې قضیې د محاکمې بهیر کې هم د دولتي ډالیو د لومړنۍ او سایفر قضیې په څېر ډېرې نيمګړتياوې شته.

هغه زیاته کړه چې دی به د عمران خان او بشری‌ بي‌بي دواړو له اړخه د اسلام‌اباد لوړې محکمې ته د دې پرېکړې خلاف عارض شي.

نوموړي ادعا وکړه، چې پخوانی لومړی وزیر او ښځه یې په زندان کې په ډېرو سختو شرایطو کې ساتل کېږي.

هغه دا ادعا هم کړې چې د عمران حقوقي ډلې ته تېره شپه ۸ بجې خبر ورکړل شو چې سهار ۹ بجې په اډیاله زندان کې د دولتي ډالیو دویمې قضیې په تړاو غونډه ده.‌

نوموړي زیاته کړه چې د لارو د بندښت او د هوا له نامناسبو شرایطو سره سره یې ځانونه راورسول.‌

سلمان صفدر وویل چې قاضي د تورنو او د هغوی د وکیلانو په غیاب کې پرېکړه اعلان کړې ده.

د نوموړي په وینا قاضي باید نن یوازې دلیلونه بشپړ کړي وای، خو د ده په وینا هغه 'له وړاندې لیکل شوې' ۵۹ مخه پرېکړه له ځان سره راوړې وه.

بله خوا د اډیاله زندان چارواکو بیا ویلي، چې عمران خان او بشری‌ بي‌بي د محاکمې خونه کې حاضر او د هغوی حضور کې پرېکړه واورل شوه.

قضايي‌ مسوولانو هم ویلي، چې د عمران خان وکیل یې وړاندې نن د محاکمې پر دایرېدو خبر کړی و.‌

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د هغه ښځه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر ۱۲مه د دولتي ډالیو دویمه قضیه کې رسمآ تورن شوي وو.

د یادونې وړ ده چې محکمې عمران خان او بشری بي‌بي ته د توشه خانې په لومړۍ قضیه کې برائت ورکړی و.

عمران خان او بشری‌ بي‌بي‌ پر څه تورن شوي؟

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

عمران خان او ښځه یې بشری بي‌بي تورن شوي چې پر ۲۰۲۱ کال سعودي ته د سفر پر مهال د بلغاريايي ګاڼو ورکړ شوی سیټ یې د دولتي ډالیو ادارې یا توشه‌خانې ته نه دی سپارلی.

محکمې ته د وړاندې شویو توضیحاتو له مخې، د بلغاري ګاڼو دا سیټ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لخوا د عمران خان ښځې ته ډالی شوی و.

په دغه سیټ کې د مړوند یوه کړۍ، یوه ګوتمۍ، غوږوالۍ او غاړکۍ شامل وو.

ویل شوي چې سیټ کې پر شامله ګوتمۍ د ګلابي الماسو غمی اېښی و، کړۍ یا بنګړی هم د ګلابي الماسونو پر غمیو او نورو ګرانبیه جواهرو ښکلی شوی او همدا شان غاړکۍ هم له قیمتي مرغلرو او الماسونو جوړه وه.

پر دوی دا تور هم لګول شوی چې له واکه یې په ناوړه ګټه اخیستو سره د یوه خصوصي شرکت له لارې د ګاڼو پر دغه سیټ ۵ اعشاریه ۸ میلیون روپۍ بیه اېښې او له هغو یې ۲ اعشاریه ۹ میلیون روپۍ ورکړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت او په سعودي کې د پاکستان له سفارته د ترلاسه شويو اسنادو له مخې چې محکمې ته سپارل شوي، د بلغاري ګاڼو د دغه سیټ اصلي ارزښت له ۷۱ اعشاریه ۵ میلیون کلدارو لوړ دی.