د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو پر وړاندې د قانوني ګام غوښتنه د ښځو د عدالت د تامین لپاره مهم ګام دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې کښلي چې د دولتونو د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې طالبان تر نړیوال قانون لاندې د دوی لخوا د ښځو او نجونو له حقونو د پراخو او بنسټیزو سرغړونو په خاطر حساب کتاب ته راکاږي. د دغه بنسټ مشرې آینېس کلامارد ویلي د بشري حقونو دا سرغړونې په ډېر احتمال د بشر ضد جنایت او د جنسیت له مخې ربړول او ځورول ګنل کېدی شي.
هغې د کاناډا، اسټرالیا، جرمني او نیدرلنډز هېوادونو لخوا د عدالت نړیوالې محکمې ته د قضیې وړاندې کولو هوډ ستایلی او دا یې له ښځو سره د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو د کنوانیسیون د سرغړونو مخنیوي کې حیاتي ګام بللی.
د بښنې نړیوال سازمان وايي دا ګام باید په نورو هراړخیزو هڅو بشپړ شي تر څو نه یوازې د طالبانو بلکه نورو دولتي او نادولتي لورو لخوا په تېرو څلوېښت کلونو کې له ښځو سره شوو ظلمونو ته رسېدنه وشي.
دغه بنسټ پر نړۍ غږ کړی چې په افغانستان کې له زړورو ښځو او نجونو سره د دوی د حقونو غوښتلو په ننګه او د طالبانو د رژیم حساب ته راښکلو کې ودرېږي. دغه راز یې نړیوالو ته وریاد کړي چې دولتونه د ټولو هغوی د خوندي کولو مسؤولیت لري چې په افغانستان کې له سیستماتیک تبعیض او ځپنې څخه تښتي.
د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې هېدر بار هم بي بي سي ته ویلي، دوی او د بشري حقونو نور بنسټونو له څو کلونو راهیسې په دولتونو غږ کاوه چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند موضوع د عدالت نړیوالې محکمې ته راوړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
"دا مهم پرمختګ دی. اوس باید دوه مهم کارونه وشي: لومړی هغه دولتونه چې دا قضیه وړاندې کوي باید تر ممکنه بریده ګڼ نور دولتونه له ځان سره کړي په تېره بیا هغه هېوادونه چې لویدیځ نه دي او یا یې وګړي اکثر مسلمان دي تر څو طالبانو، محکمې او ټولو ته روښانه شي چې د دغو سرغړونو په خاطر مسؤولیت ته راکشول د ټولې نړیوالې ټولنې غوښتنه ده. دویم دا چې هغه دولتونه چې دا قضیه وړاندې کوي باید په دې کې ډېر جدي وي چې افغان مېرمنې د دغه بهیر برخه دي؛ له افغان مېرمنو سره یوازې سلامشورې بسنه نه کوي.
د ژور را ښکېلېدو یوه لاره يې دا ده چې هغه حقوقي ډله چې دا قضیه وړاندې کوي تر ډېره له افغان حقوقپوه مېرمنو جوړه وي چې دا ډېره ممکنه ده ځکه ګڼې ډېرې ماهرې افغان حقوقپوهانې او قاضیانې د طالبانو له واکمنۍ وروسته جلاوطنۍ ته اړ شوې او دا به ښه فرصت وي چې حساب ته د طالبانو راکاږلو کې د دوی مهارتونه وکارېږي".
له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ هم د دغو څلورو هېوادونو دا اعلان ستایلی و چې ویلي يې وو د "تبعیضي چلند" له کبله به د طالبانو پر ضد د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت کوي.

د عکس سرچینه، Hamdullah Fitrat/Getty Images
ښاغلي بېنېټ د سیمې پر نورو هېوادونو هم غږ کړی و چې د دغه "نوښت" ملاتړ وکړي او د هغوی د تګلارو په اړه "یو څرګند پیغام واستوي چې نور د طالبانو جنسیتي جبر او ځپل د منلو نه دي."
ریچرډ بېنټ هم ویلي و چې افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو ته باید په ټولو بهیرونو کې "معناداره" ونډه ورکړل شي.
یو شمېر نورو هېوادونو او د بشري حقونو مدافع ادارو هم په نړیواله محکمه کې د طالبانو پر ضد د قضیې د ثبتېدو ملاتړ کړی.
د کاناډا، اسټرالیا، جرمني او نیدرلنډز د بهرنیو چارو وزیرانو چې نیویارک کې یې یوې خبري ناستې ته دا اعلان کړی و دا هم ویلي چې چمتو دي لومړی د جنسیتي تبعیض پای ته رسولو لپاره د طالبانو له حکومت سره خبرې وکړي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا "تورونه بې ځایه" بللي. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې "بشري حقونه خوندي دي او له هېچا سره هم تبعیضي چلند نه کېږي."
ښاغلي فطرت همدا راز تور پورې کړی چې ګواکې د یو شمېر ښځو په خوله هڅه روانه ده چې په افغانستان پسې پروپاګند وشي او وضعیت ناسم وښيي.











