پر بیروت له وروستۍ بمبارۍ وروسته د خورا درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي

د ویډیو تشریح، بیروت کې د نړیوال هوايي ډګر شاوخوا د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي

د لبنان په پلازمېنه بیروت کې تېره شپه هم د حزب الله پر سنګرونو او مرکزونو د اسرائیلي ځواکونو بمباریو له کبله درنې چاودنې شوې، چې د بیروت نړیوال هوايي ډګر ته نژدې یوه خورا درنه چاودنه هم پکې شامله ده.

د رفیق حریري په نوم بیروت نړیوال هوايي ډګر ضاحیه سیمې ته نژدې موقعیت لري، چې د حزب الله ډېری مرکزونه پکې دي.

امریکايي رسنیو د اسرائیلي چارواکو له قوله ویلي، چې د دې بریدونو هدف هاشم صفي الدین و، چې د حزب الله وژل شوي مشر حسن نصرالله خپلوان دی.

داسې ډېر ګومان کېږي، چې صفي الدین به د حسن نصرالله ځای ناستي په توګه وټاکل شي، چې تېره اونۍ د اسرائیلي ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شو.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې د درې اسرائیلي چارواکو له قوله ویل شوي، چې د پنجشنبې شپې بمباریو هدف د حزب الله مهمو مشرانو یوه غونډه وه.

د نیویارک ټایمز رپوټ کې زیاته شوې، هاشم صفي الدین هم په دې غونډه کې ګډون درلود. حزب الله په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر اسرائیلي رسنیو هم د اسرائیلي پوځي سرچینو له قوله لیکلي چې هاشم صفي الدین د دې بریدونو یو هدف و.

تر اوسه په دغو تازه بریدونو کې د اوښتې مرګژوبلې راپور نه دی ورکړ شوی.

د دغه غورځنګ مشر حسن نصرالله هم همدا څو ورځې مخکې په همدې سیمه کې د اسرائیل په یوه درانه هوايي برید کې وژل شوی و.

له بیروته په ترلاسه شویو تصویرونو کې ښکاري چې د دغو بریدونو پر مهال د دغه ښار په سویل له ځینو سیمو د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو "ای‌ډي‌اېف" تر دې لږ مخکې د بیروت د سویلي سیمو پر اوسېدونکو غږ کړی و، چې له سیمې ووځي.

دا بریدونه داسې مهال شوي، چې د لبنان روغتیا وزارت وايي تر دې په ورمخکې ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د اسرائیل په بریدونو کې ۳۷ نور کسان وژل شوي او ۱۵۱ نور ټپیان شوي‌ دي.

لوېدیزه غاړه کې ۱۸ کسان وژل شوي

لویدیزه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عکس - ارشیف

د یادونې ده چې اسرائیلي ځواکونو د پنجشنبې پر روځ پر لبنان سربېره د فلسطین د اشغال شوې لوېدیزې غاړې په تولکرم ښار کې هم هوايي بریدونه وکړل.

د فلسطین روغتیا وزارت په دغو بریدونو کې د ۱۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

خو د فلسطین سره صلیب بیا په جلا ډول ویلي، چې لږترلږه ۵ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي، چې په لوېدیزه غاړه کې یې د کډوالو پر تولکرم پنډغالي برید کې د حماس یو ځايي قوماندان 'زهي یاسر عبدالرازق عوف' او څو نورو وسله وال وژلي دي.

له لوېدیزې غاړې او بیروت د دغو بریدونو رپوټونه داسې مهال ورکول کېږي، چې د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو یا 'جي-اووه' ډلې مشرانو خبرداری ورکړی، چې منځي ختیځ کې کړکېچ له کنټروله وتی شي.

دوی ټینګار کړی چې د وضعیت کابو کېدو لپاره باید هڅې ګړندۍ شي.

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د جي-ووه مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي "موږ، د جي-۷ مشران منځني ختیځ کې پر خرابېدونکي وضعیت ژوره اندېښنه ښیو او پر اسرائیل د ایران مستقم برید په کلکه غندو، چې سیمه ییز ثبات ته یې جدي خطر پېښ کړی."

دوی په دې اعلامیه کې د اسرائیلو امنیت لپاره خپله ژمنتیا هم تازه کړې او ایران یې د دوی په وینا د خپلو وسله ولو پراکسي یا نیابتي ډلو په وسیله د منځني ختیځ د ثبات د خرابولو له کبله غندلی دی.

ایران دوه ورځې وړاندې (د اکتوبر لومړۍ نېټه) پر اسرائیل ۲۰۰ بالېستیک توغندي وتوغول.

که څه هم اسرائیل او امریکا وايي، چې ددغو توغندیو لویه برخه د دوی دفاعي سیستمونو شنډه کړې، خو ځینې یې خپل هدف ته رسېدلي دي.‌

بایډن

د عکس سرچینه، Reuters

اسرائیل ګواښ کړی، چې ایران به د دغه برید درنه بیه پرې کړي.

په دې منځ کې د اسرائیل لخوا په ځوابي اقدام کې د ایران پر اټومي او یا د تېلو د تولید پر تاسیساتو د احتمالي بریدونو رپوټونه هم خپاره شوي.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید ننګه نه کوي.

هغه تازه د ایران د تېلو پر تاسیساتو د احتمالي برید له کبله نړۍ کې د اوومه تېلو د بیې د لوړېدو اندېښنې په تړاو د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي، چې په دې تړاو په عام ډول څه نه وايي.