نړیواله جنايي محکمه (ای سي سي) څه ده او څه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیواله جنايي محکمه (ای سي سي) داسې یوه محکمه ده، چې د ډله ییزې توکمېزې وژنې، بشریت ضد جرمونو او جنګي جرائمو د قانوني تعقیب واک لري.
دې محکمې په نومبر میاشت کې د اسرائیل د لومړي وزیر، د دفاع پخواني وزیر او د حماس یوه قوماندان د نیولو امر وکړ.
ای سي سي څه کوي؟
دا محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د هالنډ په هاګ ښار کې د دې لپاره تاسیس شوه، چې ظالم او سرکش مشران اړباسي چې د خپلو ظلمونو له کبله ورسره حساب-کتاب وشي.
په راوانډا کې له توکمیزې ډلوژنې او د یوګوسلاویا له جګړې وروسته د نړیوالې ټولنې مشرانو پرلپسې د دغسې یوې محکمې د تاسیس لپاره فشارونه زیات کړي وو. دا محکمه د عدالت او انصاف لپاره وروستۍ هیله بلل کېږي.
دا له هغه وروسته مداخله کوي، چې کورني محاکم یا قانوني تعقیب نه کوي او یا یې نه شي کولای. دا یوازې د هغو جرمونو قانوني تعقیب کولای شي، چې د ۲۰۰۲ کال د جولای له لومړۍ نېټې وروسته شوي وي، دا هغه نېټه ده چې د روم اساسنامې په نامه هوکړه پلې شوه او له مخې یې دا محکمه تاسیس شوه.
دغه اساسنامه ۱۲۴ هېوادونو تصویب کړې او ۳۴ نور یې ښايي په راتلونکي کې لاسلیک او تصویب کړي. خو اسرائیل د دې غړی هېواد نه دی او امریکا متحده ایالتونه هم داسې هېواد دی، چې په کې شامل نه دی.
ای سي سي څه ډول قضیې تعقیبوي؟
دې محکمې په ۲۰۱۲ کال کې خپله لومړنۍ پرېکړه د توماس لوبانګا د قضیې په هکله وکړه، چې په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د یوه ملېشه ځواک مشر و. دی په جګړه کې له ماشومانو د کار اخیستو او نورو جنګي جرمونو په تور په جولای میاشت کې په ۱۴ کاله زندان محکوم شوی و.
تر ټولو ډېر مشهور سړی، چې په دې محکمه کې یې قضیه تعقیب شوه، د ایوري کوسټ مخکینی ولسمشر لاورینټ ګباګبو و. پر نوموړي په ۲۰۱۱ کال کې د وژنې، جنسي تېري شکنجې او ''نورو غیر انساني کړنو'' تورونه پورې شول، خو وروسته بې ګناه وبلل شو.

د عکس سرچینه، AFP
د دغې محکمې په مطلوبو کسانو کې بیا د یوګانډا د چریکي خوځښت (ایل ار اې) مشر جوزیف کونې شامل دی. پر جوزیف کونې د ماشومانو تښتولو په ګډون د بشریت ضد او جنګي جرمونو تورونه لګېدلي دي.
یادې محکمې د توکمیزې ډلوژنې، جنګي او بشریت ضد جرمونو له تورونو سره د سودان مخکیني ولسمشر عمر البشیر د نیولو امر هم کړی.
د افریقايي هېوادونو ټولنې بیا پر ای سي سي له دې کبله نیوکې کړې، چې پر افریقايي هېوادونو یې تمرکز ډېر دی. خو ای سي سي محکمه بیا د تبعیض خبره ردوي او په وینا یې ډېرې قضیې یا خپله د همدې هېوادونو له لوري ورته وړاندې شوې دي او یا ملګرو ملتونو سازمان دوی ته حواله کړې دي.
په ۲۰۲۳ کال کې ای سي سي محکمې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د نیولو امر وکړ. محکمې ادعا وکړه، چې پوتین په جنګي جرمونو کې ښکېل دی او د دوی په شکایتونو کې له اوکرایینه روسیې ته په غیر قانوني توګه د ماشومانو استولو پر موضوع پام ورټول و.
دا محکمه څنګه مشکوک کسان محاکمه کوي؟

ای سي سي خپل پولیس ځواک نه لري، چې مشکوک یا تورن کسان ونیسي. د دې پر ځای دوی پر ملي پولیسو تکیه کوي، چې مشکوک کس یا کسان ونیسي او هاګ ته یې ورسوي.
که د ملګرو ملتونو یا د دې محکمې منونکي هېواد له لوري کومه قضیه دې محکمې ته وړاندې کېږي، د دې محکمې اړوند څارنوال یې په هکله پلټنې پیلوي.
که څه هم دا څارنوال یا څارنواله په خپلواکه توګه فعالیت کولای شي، خو قانوني تعقیب باید د قاضیانو یوه پلاوي لخوا تائید شي. قاضیان او څارنوالان بیا د هغو هېوادونو لخوا ټاکل کېږي، چې د محکمې غړي دي.
محاکمې ته د یوې قضیې له رسېدو مخکې باید د قوي دلایلو له مخکې ثابته شي، چې تورن کس مجرم دی. د قاضیانو یو درې کسیز پلاوی ټول ثبوته ګوري، دلیلونه اوري، بیا پرېکړه کوي او که تورن کس مجرم وپېژندل شي، سزا ورکول کېږي.
امریکا ولې د ای سي سي غړی هېواد نه دی؟
کله چې د ای سي سي محکمې د تاسیس لپاره خبرې کېدې، امریکايي استازو ویل، کېدای شي د دوی پوځیان له داسې قضیو سره پکې مخامخ شي، چې بې بنسټه وي او یا سیاسي هدفونه ولري. د ۲۰۰۲ کال په جولای کې بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه پرېکړه وکړه، چې ډېرې نیوکې هم پرې وشوې او له مخې یې امریکايي پوځیانو ته له قانوني تعقیبه د ۱۲ میاشتو لپاره استثنا ورکړل شوه او هر کال به دا تمدید کېږي.
خو په ۲۰۰۴ کال په جون کې له هغه وروسته چې د امریکايي پوځیانو له لوري له عراقي زندانیانو سره د زور- زیاتي تصویرونه خپاره شول، د ملګرو ملتونو هغه مهال د عمومي منشي کوفي عنان په هڅونه امنیت شورا د دغې استثنا له غځولو انکار وکړ.
که څه هم د امریکا له ګډون پرته داسې انګېرل کېږي، چې د یادې محکمې فعالیت کمزوری شوی دی، خو واشنګټن وايي، په ځینو قضیو کې ښايي دوی له همکارۍ ډډه و نه کړي. د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد استخباراتي ادارو ته امر کړی، چې له دې محکمې سره په اوکرایین کې د روسیې د جنګي جرمونو ثبوتونه شریک کړي.
داسې نور کوم هېوادونه دي، چې تر اوسه یې ګډون نه دی کړی؟
ځینې مهم هېوادونه اوس هم داسې دي، چې د دې محکمې د قضايي اختیار په دایره کې شامل نه دي. د بېلګې په توګه چین، هند، پاکستان، اندونیزیا او ترکیه هغه هېوادونه دي، چې د دې محکمې هوکړه یې نه ده لاسلیک کړې. د اسرائیل، مصر، ایران او روسیې په ګډون ځینو نورو بیا هوکړه لاسلیک کړې، خو تر اوسه یې تصویب کړې نه ده.
ای سي سي د بل هېواد پر محکمه څه اغېز لري؟
هغه هېوادونه چې د هوکړې غړي دي، محاکم یې باید یقیني کړي، چې دوی خپله هغه قضیې تعقیب کړي، چې واک یې لري او که داسې نه کېږي، بیا ای سي سي مداخله کوي. ځینو هېوادونو وار له مخه داسې بدلونونه راوستي، چې په خپلو عدلي او قضايي نظامونو کې بدلون راولي.
د ای سي سي لګښتونه څوک ورکوي؟
دا لګښتونه غړي هېوادونه ورکوي. دا نژدې داسې ده لکه دا هېوادونه چې په ملګرو ملتونو سازمان کې خپله ونډه اداره کوي. خو د امریکا نه ګډون بیا د دې لامل شوی، چې د نورو غړو لپاره د لګښتونو بار دروند شي. بریتانیا، جاپان، جرمني او فرانسه په هغو هېوادونو کې شامل دي، چې د محکمې لګښتونو ډېره برخه یې پر غاړه اخیستې.











