"لکه یو ساینس فکشن فلم": هغه ماشوم نوی ریکارډ جوړ کړ، چې له ۳۰ کاله مخکې کنګل شوي جنین څخه وزېږېد

د امریکا ډېری عیسوي جنین خپلولو ادارې خپل پروګرامونه د ژوند ژغورنې په توګه ګڼي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ډېری عیسوي جنین خپلولو ادارې خپل پروګرامونه د ژوند ژغورنې په توګه ګڼي

د امریکا په اوهایو کې یو ماشوم له داسې یوه جنین څخه وزېږېد، چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې کنګل شوی و او د رپوټونو له مخې دې سره یو نړیوال ریکارډ جوړ شو.

د ۳۵ کلنې لینډسې او ۳۴ کلن ټیم پیرس زوی، تادیوس ډینیل پییرس د شنبې پر ورځ وزېږېد او دوی یې په هکله خوښي څرګنده کړې.

اغلې پییرس د ټیکنالوژۍ ارزونې اړوند ایم ای ټي خپرونې ته وویل، کورنۍ یې فکر کاوه، چې "دا هر څه د ساینس فکشن فلم ته ورته دي."

باور دا دی، چې دا تر ټولو اوږدمهاله کنګل شوی جنین دی، چې په وسیله یې په بریالۍ توګه یو ماشوم زېږېدلی.

مخکینی ریکارډ لرونکی دوه غبرګوني ماشومان وو، چې په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۹۹۲ کال له کنګل شویو جنینونو څخه زېږېدلي وو.

لینډسې او ټیم پییرس اووه کاله پرله پسې هڅه کوله، چې خپل ماشوم وزېږوي، خو بیا یې پرېکړه وکړه، چې د ۶۲ کلنې لینډا آرچرډ جنین چې د هغه وخت له میړه سره یې له (ای وې) لارې په ۱۹۹۴ کال کې رامنځته کړی و، خپل کړي.

هغه وخت مېرمن آرچرډ څلور جنینونه رامنځته کړي وو، چې یو یې د نوموړې اوسنۍ ۳۰ کلنه لور ده خو درې نور یې په زېرمه کې پرېښودل.

مېرمن آرچرډ چې له خپل مېړه څخه جلا شوه، نه یې غوښتل چې جنین له منځه یوسي، دې په خیریه ډول د څېړنې لپاره پرېښودل او یا یې هم نوم نه ښودونکو کورنیو ته ډالۍ کړل.

دا وايي، مهمه دا وه چې له ماشوم سره ښکېله پاتې شوې وای، ځکه د هغې له لویې لور سره تړاو لري.

مېرمن آرچرډ به هر کال زرګونه ډالر د جنینونو د ساتنې لپاره ورکول تر هغې چې د عیسويانو جنینونو خپلولو اداره (نایټ لایټ کرسچن اډاپشنز) یې وموندله. دا اداره د (سنوفلیکس) په نوم یو پروګرام پرمخ بیايي او ډېرې داسې ادارې خپل پروګرامونه د ژوند ژغورنې په معنی ګڼي.

دغه پروګرام چې د مېرمن آرچرډ لخوا کارول کېږي، بسپنه ورکوونکو ته اجازه ورکوي، چې یوه جوړه غوره کړي. په دې معنی چې دوی کولی شي دا جوړه د مذهب، توکم او تابعیت له مخې غوره کړي.

اغلې پییرس د ټیکنالوژۍ ارزونې ایم ای ټي پروکرام ته وویل، د مېرمن آرچرډ غوره توب یوه قفقازي واده شوې، سپین پوستې، عیسوۍ جوړه وه، چې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي، ځکه، هغې نه غوښتل، چې "له هېواده بهر لاړه شي."

د غوره توب په دې شرطونو د پییرس کورنۍ برابره وه.

په ټینیسي سیمه کې د ای وې ایف کلینیک، چې د یادې جوړې لپاره په کې دا پروسه ترسره شوه وايي، د دوی موخه پرته له دې چې عمر یا نور شرایط په پام کې ونیسي، د جنین لېږدول یا ځای په ځای کول دي.

اغلې پییرس وايي، چې هغې او میړه یې د "کوم ریکارډ ماتولو" تمه نه لرله، بلکې دوی یوازې "غوښتل چې ماشوم ولري."

اغلې آرچرډ د ټیکنالوژۍ ارزونې ایم ای ټي خپرونې ته وویل، چې هغې تر اوسه ماشوم سره په شخصي ډول نه دي لیدلي، خو په وینا یې سر له اوسه یې د خپلې لور سره ورته والی تصور کولای شي.