د ملګرو ملتونو اټومي ادارې مشر: ایران کولی شي د څو میاشتو موده کې د اټومي وسلو لپاره یورانیم بډایه کړي

د عکس سرچینه، EPA
- Author, سټوارټ لاو
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې مشر ویلي، ایران د دې وړتیا لري چې "د څو میاشتو موده" کې یو ځل بیا د اټومي وسلو جوړولو لپاره د یورانیمو بډایولو چاره پیل کړي.
رافایل ګروسي، چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) مشر دی وايي، د تېرې اوونۍ د امریکا هغو بریدونو چې د ایران پر درې اټومی بټیو یې کړي وو درانه زیانونه اړولي، خو د ډونلډ ټرمپ هغه ادعا یې رد کړه چې ویلي یې وو د ایران اټومي بنسټونه" په بشپړ ډول له منځه تللي دي".
ګروسي د شنبې په ورځ وویل: "که ريښتیا ووایو، هېڅوک نشي ویلی چې هر څه له منځه تللي او هېڅ هم نه دي پاتې. "
د جون پر ۱۳مه اسرائیلو د ایران پر اټومي او پوځي مرکزونو برید کړی و او ویلي یې وو ایران د اټومي وسلو جوړېدو ته نژدې شوی و. وروسته امریکا هم په بریدونو کې ور ګډه شوه او د ایران پر درې اټومي بنسټونو فردو، نطنز او اصفهان یې بمونه وغورځول.
تر هغه وروسته، د دغو بنسټونو د زیان کچه روښانه نه ده.
ګروسي د شنبې په ورځ د سي بي اېس نیوز (CBS News) ته چې امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ ده، وویل: "تهران کولای شي په څو میاشتو کې یو شمېر سنتريفیوژونه بېرته فعال او بډایه شوي یورانیم تولید کړي. "
هغه زیاته کړه چې ایران لا هم "صنعتي او تخنیکي وړتیاوې لري... نو که وغواړي، کولای شي دا بهیر بېرته پیل کړي. "
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره (IAEA) یوازینۍ اداره نه ده چې وايي ایران لا هم د دې وړتیا لري چې د یورانیمو غني کولو چارې ته دوام ورکړي. د همدې اوونۍ په پیل کې، د پنټاګون یوې استخباراتي ارزونې وموندله چې د امریکا بریدونو د ایران اټومي پروګرام یوازې څو میاشتې پر شا تمبولی دی.
خو ټرمپ سخت غبرګون وښود او ویې ویل د ایران اټومي بنسټونه "په بشپړ ډول ویجاړ شوي" او رسنۍ یې پر دې تورنې کړې چې هڅه کوي د تاریخ یو بریالي پوځي برید ته په سپکه وګوري.
اوس مهال، ایران او اسرائیل پر اوربند سره سلا شوي.
خو ټرمپ ویلي، که استخباراتو دا مالومه کړه چې ایران کولی شي یورانیم د اندېښنې وړ کچې بډایه کړي، نو دی به "له شک پرته" یو ځل بیا پرې د بمونو پر غورځولو غور وکړي.
بله خوا بیا ایران د بریدونو د تاوان د کچې په اړه ضد او نقیص پیغامونه ورکړي.
د پنجشنبې په ورځ، د ایران روحاني مشر ایتالله علي خامنه ای وویل چې بریدونو د پام وړ پایله نه ده درلوده. خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، بیا وویل "زیات او جدي" زیان اړول شوی.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې او ایران ترمنځ هغه اړیکې چې وار دمخه ترینګلي وې، لا نورې هغه وخت وننګول شوې، کله چې د چهارشنبې په ورځ د ایران پارلمان پرېکړه وکړه له یادې ادارې سره به همکاري ځنډوي. دوی اټومي انرژۍ نړیواله اداره تورنه کړه چې د اسرائیلو او امریکا پلوي کوي.
دغو دوو هېوادونو وروسته له هغه پر ایران برید وکړ، چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو ادارې وویل تهران په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د اټومي تړون له هغو ژمنو سرغړونه کړې چې له مخې یې باید ایران د اټومي وسلو پروګرام پراخولو هڅه نه وای کړې. ایران بیا ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام سوله ییز دی او یواځې ملکي موخې لري. سربېره پر دې چې ایران د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همکاري رد کړې، ګروسي وویل دی لا هم هیله لري چې کولای شي له تهران سره خبرې وکړي.
هغه وویل: "زه باید له ایران سره کینم او دې موضوع ته کتنه وکړو، ځکه په پای کې، دا ټول وضعیت چې د پوځي بریدونو له امله رامنځته شوی، باید یوه دوام لرونکې حللار ولري او دا یوازې سیاسي او ډيپلوماټیکه حل لار کېدای شي. "
د ۲۰۱۵ کال د هغه اټومي تړون له مخې، چې ایران او نړیوال ځواکمن اړخونه پرې سلا شوي وو، تهران د دې اجازه نه درلوده چې له ۳.۶۷ سلنه پورته یورانیم بډایه کړي. دا هغه کچه ده چې د سوداګریزې برېښنا تولید لپاره اړینه ده. همداراز ایران اجازه نه درلوده چې د ۱۵ کلونو لپاره د فردو په اټومي بنسټ کې یورانیم بډایه کړي.
خو په ۲۰۱۸ کال کې، ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال دا تړون لغوه کړ او ویې ویل چې دا تړون د بم جوړېدو/اټومي وسلو جوړېدو د مخنیوی لپاره ډېر څه نه کوي. هغه پرې یو ځل بیا امریکايي بندیزونه ولګول.
ایران د غچ په توګه، د تړون له محدودیتونو سرغړونه وکړه، په ځانګړې توګه د یورانیمو د بډایه کولو په برخه کې. په ۲۰۲۱ کال کې یې د فردو په اټومي بنسټ کې د یورانیمو د بډایه کولو چارې ته دوام ورکړ او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، ۶۰ سلنه بډایه شوي یورانیم یې زېرمه کړل چې ښایي د ۹ اټومي بمونو جوړولو لپاره بسنه وکړي.











