اسپانیا کې د سختې اورلګېدنې له امله زرګونه کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي

د عکس سرچینه، EPA
پرلپسې زورورې اورلګېدنې د لا پالما ټاپو کې مېشت زرګونه خلک اړ کړي چې کورونه پرېږدي. د اسپانیا د کناري ټاپو ګانو له دغه ګڼ وګړې سیمې خلک د حکومت له خبرداریو وروسته ووتل او ډېر یې د سر خوندیتوب لپاره نژدې سیمو ته کوچېدلي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي څلور زره ۲۰۰ کسان د اور له شره د پنا لپاره خوندي ځایونو ته لېږدېدلي، خو وايي ځينې خلک لا نه دي چمتو شوي چې خپل کورونه پرېږدی.
د اور وژونکو ډلګۍ په خوارۍ دي چې دغه ځنګلي اور کابو کړي.
اور د شنبې ورځې له پیله لګېدلی او او په تېرو څو ساعتونو کې یې لمبې دومره پراخه شوي چې د لاپالما ټاپو تر کورونو رسېدلي. تر اوسه د څلور زره ۵۰۰ هکټاره ځمکې ځنګلونه او لسګونه کورونه یې لولپه کړي.
د اور کابو کولو لپاره له بېلابېلو ادارو ۴۰۰ کسان دغه ټاپو ته رسېدلي او د اور، ژر وژلو هڅې کوي.
دا اور له هغه دوه کاله وروسته لګېدلی چې د اور شیندي یوې لوی څپې دغلته ګڼ کورونه وسوځول او پراخ تاوان یې پېښ کړ.

د عکس سرچینه، EPA
د کناري جزیرې د سیمه ییز دولت مشر فرناندو کلاویخو ویلي "سره له دې چې خلک له کورونو وتلو ته نه چمتو کېږي، خو زموږ لومړیتوب د خلکو ژغورنه ده."
د اور لګېدنې لومړنۍ پېښې د لاپالما په شمال لوېدیځ کې د ال پینار سیمه کې وې، وروسته سوېل لور ته د اور څپې ورسېدې او د تیجارافه ښار ته وغځېدې.
ښاغلي کلاویخو د اور پراخېدو دلیل، سخت بادونه او د تودوخې څپه یاده کړې. هغه د شنبې پر ورځ وویل، د اور وژنې چاره کې پرمختګ شوی، خو لا هم د بشپړې کابو ډاډمنتیا نشته.
یو لویه الوتکه د اور وژنې چاره کې مرسته کوي.
د اسپانیا پوځ ۱۵۰ اور وژونکي دغه ټاپو ته لېږلي.
د سره صلیب نړیوالې ادارې هم له بې کوره شویو کسانو سره مرستې پیل کړي.

د عکس سرچینه، EPA











