په کاناډا کې موسمي اور لګېدنه؛ میلیونونو کسانو ته د سختې ککړې هوا خبرداری ورکړل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د کاناډا د ځینو سیمو په ځنګلونو، ونو او بوټو کې سخت طبیعي موسمي اورونه لګېدلي او چارواکي وايي، په راتلونکو ورځو کې به دا اورلګېدنې لا زیاتې شي.
رپوټونه وايي، همدا اوس یوازې په کبک سیمه کې ۱۵۰ ځایه اورونه لګېدلي دي، چې د ځايي چارواکو په وینا دوی یوازې د ۴۰ ځایه لګېدلي اور کابو کولو امکانات لري.
په دې سیمه کې د روان کال له پیله ۴۰۰ ځایه اور لګېدلی، چې د معمول پرتله دا کچه دوه برابره زیاته ده. ۲۳۹ ځایه اور داسې دی چې لا هم نه دی کابو شوی.

د عکس سرچینه، Canadian Press/Shutterstock
سږ کال په دې هېواد کې لګېدليو اورونو نژدې درې اعشاریه درې میلیونه هکتاره ځمکه سوځولې، چې د تېرو لسو کلونو موده کې د سوځل شوې ځمکې پرتله ۱۲ برابره زیاته ده.
د کاناډا په ځینو سیمو کې له ۲۰ زره ډېر کسان له همدې کبله اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته لاړ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د همدې اورونو له کبله د امریکا په شمالي برخو کې میلیونونو کسانو ته د سختې ککړې هوا په هکله خبرداری ورکړل شوی دی. په امریکا متحدو ایالتونو کې د نیویارک او اوټاوا سیمو هوا د چهارشنبې پر ورځ تر (خطرناک حده) پورې ککړه بلل شوې.
چارواکو له خلکو غوښتي چې له سرپټو ځایونو بهر ورزش و نه کړي او د امکان تر بریده له لوګیو ځان وژغوري. کاناډايي چارواکي وايي، په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون له کبله د سختې وچکالۍ وړاندوینه شوې، کېدای شي د هېواد په لر او بر کې د طبیعي اورلګېدنې پېښې ریکارډ کچې ته ورسېږي.
د کبک سیمې وزیر فرانسوا لګو وايي، دوی اوس ایله د ۴۰ ځایه لګېدلي اور کابو کولو وړتیا لري. په کبک کې ۵۰۰ ځايي اور وژونکي په د اور وژلو هڅې کوي، چې مرستې ته یې ۱۵۰ فدارلي سرتېري هم استول شوي دي.

د عکس سرچینه، EarthCam
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې راتلونکو ورځو کې به له امریکا، فرانسې، پرتګال، اسپانیا او مکسیکو نه هم د دوی مرستې ته اور وژونکي ورسېږي. هغه ځايي خلکو ته خبرداری ورکړی، چې ځان له خطره وژغوري او له خپلو کورونو نورو خوندي ځایونو ته د تلو چارې ته پام وکړي.
په نوا سکوشیا سیمه کې توفاني بادونه د دې لامل بلل کېږي، چې د هېواد ختیځو سیمو او امریکا ته د لګېدلي اور لوګي ورسوي. بل لور په کاناډا کې د هوا پېژندنې ادارې مسوولین وايي، د هوا فشار له کمېدو سره داسې تمه شته، چې تر یکشنبې پورې به د سیمې وضعیت ښه شي.









