لبنان کې اسرائیلي بریدونو نژدې ۶۰۰ کسان وژلي

د ویډیو تشریح،
لبنان کې اسرائیلي بریدونو نژدې ۶۰۰ کسان وژلي

د اسرائيلو پوځ وايي د لبنان جنوب کې پر بقاع سيمه د يوې بلې څپې پراخ ګوزارونه کوي، وروسته له هغه چې وايي د تل ابيب پر لور يې د حزب الله له خوا ويشتل شوي توغندي مخنيوی کړی. دا داسې حال کې چې اسرائيلو پر لبنان خپلو هوايي ګوزارونو ته زور ورکړی دی.

نن درېيمه ورځ يې هوايي بريدونو کې له وژل شويو سره د ټولو مرګونو شمېر نژدې ۶۰۰ ته رسېدلی، چې پنځوس یې په کې ويل کېږي ماشومان وو. بيروت کې زرګونه خلکو ښوونځيو او نورو ودانيو ته پنا وړې ده. د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير ويلي اټکل نيم ميليون خلک بې‌ځايه شوي.

د بي‌بي‌سي سرنړيواله خبرياله اورلا ګوېرېن د لبنان جنوب کې ده، چې تر دې مهاله پرې درنې بمبارۍ شوې دي او دا راپور یې رالېږلی.