"د الوتکې ټايرونو برخه کې پټ افغان ماشوم ژوندی هند ته رسېدلی"

د عکس سرچینه، Getty Images
په کابل کې ځینو سرچینو بيبيسي ته تائید کړې چې ۱۳ کلن افغان هلک چې د الوتکې د ټايرونو پورتنۍ برخه کې پټ او له "کابله هند ته تللی" و، په کابل کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره تر پوښتنو لاندې دی.
هندي رسنیو پرون دوشنبه رپوټ ورکړی و، دغه هلک د يکشنبې په ورځ (۲۱ سپټمبر) د الوتکې د ټايرونو پورتنۍ برخه کې پټ او له کابله هند ته تللی و.
د هندي رسنيو له مخې دغه ماشوم د کاماېر هوايي شرکت په څه کم دو ساعته الوتنه کې له کابله د هند پلازمېنې ډيلې ته په نه منونکي ډول ژوندی رسېدلی و.
بيبيسي ته په کابل کې سرچینو ویلي، دغه ماشوم پر اغزنو تارونو میدان ته ننوتی و او د الوتکې د ټایرونو په پورتنۍ برخه کې یې ځان پټ کړی.
دا تراوسه نه ده روښانه چې له دومره ډېرو پلټنو او تالاشیو سره سره- هغه څرنګه تر الوتکې ځان رسولی دی.
د هند د ډیلي په اندرا ګاندي هوايي ډګر کې د الوتکې له کېناستو وروسته د الوتکې عملې يو ماشوم ليدلی چې د الوتکې نژدې ګرځي او د هوايي ډګر امنيتي کسانو ته یې په دې اړه خبر ورکړ.
ویل کېږي د پوښتنو پر مهال څرګنده شوې چې دغه هلک د افغانستان د کندوز ولايت اوسېدونکی دی او له الوتنې يوه ورځ مخکې کابل ته تللی و.
د سرچینو په وینا، ماشوم غوښتل ایران او یا هم ترکیې ته ځان ورسوي خو په دې نه پوهېده چې دغه الوتکه د هند پلازمېنې ډیلي ته روانه ده.
بيبيسي ته معلومه شوې چې دغه هلک څو میاشتې وړاندې له ایرانه افغانستان ته له خپلې مېرې سره ډیپورټ شوی دی او مور او پلار یې هم پخوا مړه شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د دې خبر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو د طالبانو حکومت د سرحدي پوليسو وياند عابدالله فاروقي بي بي سي ته ويلي، د پېښې په اړه پلټنه کوي.
نوموړي زیاته کړې، "۲۴ ساعته د هوايي ډګر ځغاستلیکه (رنوې) څارل کېږي او د ځانګړي امنيتي پوښښ لاندې وي، رنوې ته په هېڅ صورت کې هېڅوک، حتی مسوولين هم نشي کولی چې داخل شي، خدای مه کړه که کوم مسوول کس په غلطۍ يا سهوه، رنوې ته داخل شي ټول پروازونه ځنډول کېږي، عمومي پلټنه او کنټرول شروع کېږي."
که څه هم الوتکې ته د دغه ځوان لاسرسي د کابل په هوايي ډګر کې د امنیتي ګامونو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي، خو ښاغلی فاروقي وايي، "موږ بشپړ چمتووالی لرو" او په وينا یې هېچا ته په ناقانونه توګه د سفر کولو اجازه ور نه کړي.
دغه ماشوم چې د معمول خلاف ژوندی پاتې شوی، بشپړ هویت او نوم یې تر اوسه نه دي څرګند شوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د دې ډول پېښو خبر ورکول کېږي، خو هغه کسان چې د الوتکې په دې برخه کې پټېږي د ژوندي پاتې کېدو چانس یې ډېر کم وي.
کارپوهان وايي، د اکسيجن نشتوالي او سختې سړې هوا له امله په دومره لوړ واټن کې ژوندي پاتې کېدل نژدې ناشوني دي، ځکه په داسې حالت کې انسان په څو دقيقو کې بې هوښه کېږي او د مړینې سبب يې ګرځي.












