ولې بشپړه سپوږمۍ زموږ لپاره ارزښت لري؟

د بشپړ سپوږمۍ انځور، چې د یوې لرغونې ودانۍ له پاسه د تیاره، آبي آسمان لاندې تېرېږي. دا عکس په ۲۰۱۵ کال کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Hagens World Photography via Getty Images

د عکس تشریح، د بشپړ سپوږمۍ انځور، چې د یوې لرغونې ودانۍ له پاسه د تیاره، آبي آسمان لاندې تېرېږي. دا عکس په ۲۰۱۵ کال کې اخیستل شوی دی.
    • Author, بي‌بي‌سي ګلوبل ژورنالیزم

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اسمان نندارچیان کولی شي د یکشنبې پر ورځ (سپتمبر اوومه) کله چې بشپړه سپوږمۍ پټه شي او سور رنګ واخلي، یوه زړه‌راښکونکې ننداره وګوري.

کله چې سپوږمۍ د ځمکې تر سیوري لاندې تېرېږي، او ژور سور رنګ اخلي، نو د "وینې سپوږمۍ" ورته وايي.

دا ځکه چې د لمر رڼا د ځمکې له فضاء تېرېږي، چې پکې شنه رڼا فلټر کېږي او سره رڼا د سپوږمۍ پر لور ځلېږي.

د افریقا په ختیځو سیمو، منځني ختیځ، د آسیا ډېری برخو او لویدیځې آسټرالیا کې به نندارچیان وکولی شي دا پېښه له پیل څخه تر پایه وګوري.

بشپړه سپوږمۍ شاوخوا هرو ۲۹ ورځو کې لیدل کېږي. کله چې د لمر وړانګې د ځمکې له شا مستقیما پر سپوږمۍ لګېږي او د هغې ټول مخ روښانه کړي.

د امریکا بومي يا اصلي اوسېدونکو دا د "چينجي سپوږمۍ" په نامه يادوله ځکه دا هغه مهال راخېژي چې خاوره نرمه شي او چينجي د ځمکې سطحې ته راپورته کېږي.

بشپړه سپوږمۍ د نړۍ د بېلابېلو کلتورونو او دودونو په جوړښت کې مهم رول لوبولی دی. دا نه یوازې د کرنې پر دودونو اغېز لري، بلکې زموږ پر خوب هم اغېز کولی شي.

ډېری کروندګر بشپړه سپوږمۍ د تخم کرلو لپاره غوره وخت ګڼي.

ولې زموږ نیکونو ته بشپړه سپوږمۍ مهمه وه؟

د بلجیم د یوه ځمک‌پوه لخوا موندل شوې د ایشانګو هډوکي یوه مجسمه د بروکسل په یوه عام چوک کې ولاړه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بروکسل د لرغون پېژندنې په يوه موزيم کې د ایشانګو هډوکي یوه لویه کاپي

د سپوږمۍ دورې منظم پړاوونه له لرغونې زمانې راهیسې د وخت معلومولو لپاره کارول شوي دي.

د دې یوه بیلګه د ایشانګو هډوکی (Ishango Bone) دی، چې په ۱۹۵۷ کال کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې وموندل شو.

دا هډوکی، چې باور کېږي د یوې بيزو يا ببون د پښې له هډوکي اخیستل شوی او شاوخوا ۲۰۰۰۰ کاله زوړ دی، د یوه ابتدایي کاليزې يا جنترۍ بڼه لري.

د بلېجيم يوه جیولوجیسټ دا هډوکی موندلی، چې پرې ځانګړي نښانونه جوړ شوي دي. ځینې یې د روښانه دايرو، تیاره دايرو، او نیمه دايرو په بڼه دي.

د هارورډ پوهنتون لرغونپو الېکساندر مارشک داسې انګېرله چې دا نښانونه ښايي د سپوږمۍ د بېلابېلو پړاوونو استازیتوب کوي، او دا احتمال شته چې دا هډوکی د شپږ میاشتنۍ قمري کليزې په توګه کارول شوی وي.

په ایټالیا کې د الپس تر شا د فبرورۍ میاشتې "واورینه سپوږمۍ" راپورته کیږي (۲۰۲۳)

د عکس سرچینه، Getty Images

د حاصل سپوږمۍ يا (هاروېسټ موون) هغه پوره سپوږمۍ ده چې د مني د اعتدال شپو او ورځو پر مهال د سپتمبر په وروستیو یا د اکتوبر په پیل کې ليدل کېږي.

په دې وخت کې، سپوږمۍ ژر د لمر له پرېوتو وروسته راخېژي. پر دې مهال کروندګرو کولی شوی چې تر ناوخته د سپوږمۍ رڼا ته خپل حاصلات راټول کړي.

خو نن سبا، تر ډېره کروندګر د برېښنا څراغونه کاروي.

د بشپړې سپوږمۍ پر مهال کوم جشنونه لمانځل کېږي؟

له شمالي کوریا تښتیدلي خلک په جنوبي کوریا کې د چوسوک جشن لمانځي، ۲۰۰۰ کال.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چوسوک پر مهال کوریایان د حاصلاتو له کبله مننه او خپلو نیکونو ته درناوی وړاندې کوي

په چین کې د منځني مني جشن (Zhongqiu Jie) چې د سپوږمۍ جشن هم ورته وايي، د حاصل سپوږمۍ پر ورځ ترسره کېږي او رسمي رخصتي وي. دا جشن ۳۰۰۰ کاله لرغونتوب لري او د ښو حاصلاتو په موخه لمانځل کېده.

همدا ډول په کوريايي کلتور کې د "چوسوک" (Chuseok) دری ورځنی جشن د حاصل سپوږمۍ سره هممهاله جوړېږي، په دې وخت کې کورنۍ سره راټولېږي، د حاصل شکر ادا کوي، او د خپلو نیکونو درناوی کوي.

په هندو کلتور کې بشپړه سپوږمۍ پورنیما (Purnima) بلل کېږي، او د دعا او روژې لپاره ځانګړی ورځ وي. د نومبر کارتیک پورنیما (Kartik Purnima) د هندوانو تر ټولو مقدسه میاشت ده، چې د شېوا د بریا او د وېشنو د لومړۍ بڼې متسيايا د څرګندېدو یاد ته ځانګړې شوې.

کومب مېله چې د بشپړې سپوږمۍ پر مهال پیلېږي، هر دولس کاله وروسته لمانځل کېږي.

د بالي خلک د پورناما په نامه د بشپړې سپوږمۍ په مناسبت له مراسمو وروسته د نذرانو سره کور ته روان دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بالي کې د پورناما په ورځ، خلک خدایانو ته نذرانې وړاندې کوي

د بودایي مذهب لارويان باور لري چې بودا ۲۵۰۰ کاله وړاندې د بشپړې سپوږمۍ په شپه زېږېدلی، روښانتیا ته رسېدلی، او مړ شوی. د دې پېښو یاد د بودا پورنیما په نوم، چې تر ډېره په اپرېل یا مې میاشت کې وي، لمانځل کېږي.

په شري لنکا کې هر بشپړه سپوږمۍ د پویا په نامه یادېږي او په دې ورځ عامه رخصتي وي چې د غوښې او الکولو يا شرابو پلور په کې منع دي.

په بالی ټاپو کې خلک د پورناما مراسم ترسره کوي، باور لري چې "خدایان او خدايانې" د ځمکې پر لور نازلېږي او برکتونه ورکوي.

مسلمانان هڅول شوي چې د پوره سپوږمۍ پر مهال دری ورځې روژه ونیسي.

په مسحيت کې د پسرلي پر مهال د شپې او ورځې د يو ډول کېدو له بشپړې سپوږمۍ وروسته د يکشنبې په ورځ د ايسټر مراسم لمانځل کېږي.

په مکسیکو او د لاتینې امریکا په ځينو هېوادونو کې د اصلي اوسېدونکي دودیزه د "سپوږمۍ نڅا" بېرته را ژوندۍ شوې ده. په دې مهال مېرمنې د بشپړې سپوږمۍ پر مهال دری ورځې نڅا او د سپوږمۍ عبادت کوي.

د بشپړې سپوږمۍ سره کومې افسانې تړلې دي؟

د ۱۹۳۵ کال د یونیورسل پکچرز د فلم "ویرولف آف لندن" کې د هینري هال نږدې انځور.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وېرولف افسانه په عصري وختونو کې هم شته، د "وېرولف آف لندن" ډارونکي فلم، په ۱۹۳۵ کې خپور شو.

په اروپا کې، له لرغوني زمانې راهیسې، دا باور و چې پوره سپوږمۍ ځینې خلک لیونتوب ته اړباسي. د "لېونتوب یا" (Lunacy) کلمه له "لونا " (Luna) اخیستل شوې، چې د سپوږمۍ لپاره د لاتین ژبې کلمه ده.

دا تصور چې بشپړه سپوږمۍ له کنټروله وتلی چلند راپاروي، د وېرولف يا انساني لېوه افسانې ته زمینه برابره کړه، دا هغه کیسه ده چې وایي ځینې انسانان په غیر ارادي ډول په لېوانو بدلېږي او د بشپړې سپوږمۍ په شپو کې خپل خلک ډاروي.

په څلورمه پیړۍ کې، یوناني تاریخپوه هېروډوټس د نیوري قبیلې په اړه لیکلي و، چې ویل کېږي دوی هر کال د څو ورځو لپاره په لېوانو بدلېدل. دا قبیله د اوسنۍ روسیې په سکایتی سیمه کې مېشت ده.

په اروپا کې، د ۱۵مې تر ۱۷مې پیړۍ پورې، ګڼ خلک د انساني لېوانو په تور محاکمه شوي وو.

له دې یوه تر ټولو نامتو قضیه د ۱۵۸۹ کال ده، کله چې ځايي ښکارچيانو ادعا وکړه چې د جرمني یو کروندګر، پیټر سټوب يې له ليوه څخه انسان ته په اوښتو ليدلی دی.

پیټر، چې شکنجه کېده، ومنله چې د جادو یو کمربند لري چې د هغې په مرسته کولی شي د انساني لېوه بڼه خپله کړه او خلک ښکار او وخوري.

بشپړه سپوږمۍ زموږ پر ورځني ژوند څه اغېز لري؟

یوه ښځه په بستر کې ویده پرته ده او لاس یې پر مخ ایښی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړنې ښیي د بشپړې سپوږمۍ پر مهال لږ خوب کېږي

ډېری کروندګر د بشپړې سپوږمۍ پر مهال تخمونه او بوټي کري. لکه د بالي ټاپو اوسېدونکي چې د "پورناما" په وخت کې همدا چاره پر مخ وړي، دوی باور لري چې سپوږمۍ د خاورې بڼه ښه کوي.

کله چې بشپړه سپوږمۍ وي، د سپوږمۍ جاذبه قوه د ځمکې يو لوری او د لمر جاذبه قوه د ځمکې بل لور راکاږي. دا نه یوازې د سمندرونو د اوبو د ډېرېدو او کمېدو سبب کېږي، بلکې باور دی چې د ځمکې سطحې ته د اوبو د جذب کېدو لامل هم ګرځي.

ځینې خلک باور لري چې بشپړه سپوږمۍ د دوی خوب ګډوډوي.

څېړنو موندلې چې د بشپړې سپوږمۍ پر مهال او يا شاخوا، خلک ژر وېده کېدی نشي او لږ ژور خوب کوي.

هغه کسان چې په دې څېړنو کې شامل وو، وايي د دې سربېره چې په بندو خونو کې ويده وو د دوی خوب ښه نه و.

د بشپړې سپوږمۍ پر مهال ډېر احتمال شته چې ژوي خلک وداړي.

په ۲۰۰۰ کال کې د بريتانیا د بردفورډ ښار یوه څېړنه ښيي، چې د ۱۹۹۷ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ، د هغو کسانو شمېر چې د حیواناتو د داړلو له امله روغتون ته وړل شوي، د بشپړې سپوږمۍ په شپو کې د پام وړ زیات و.

خو، خواشینوونکې دا وه چې د انساني لېوانو د داړلو هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې.