۳۰ ثانیو کې ټولې سیمه ییزې ټاکنې پای ته ورسېدې

د عکس سرچینه، Getty Images
په اسپانیا کې یوه کلي په بشپړ ډول په ۳۰ ثانیو کې د اونۍ پای کې سیمه ییزې ټاکنې وکړې.
د لاریوخا سیمې کوچني کلي فیارویا اوو رایه اچوونکو یو مخکنی هغه ریکارډ مات کړ چې په ۳۲ ثانیو کې پکې ټاکنې شوې وې.
د ښاروالۍ مشر سلوادور پیریز چې د کار موده یې ختمېدونکې ده له ۱۹۷۳ کال راهیسې پر خپل مقام پاتې شوی دی.
هغه سیمه ییزو رسنیو ته وویل: "نه پوهېږم ایا ټولې اوه واړه رایې به واخلم او که نه، خو غالباً دا ټولې رایې به زما شي".
پیریز زیاتوي: "د فیارویا استوګن په ښه توګه روزل شوي، دوی د رایو اچولو د دفتر په پرانیستل کېدو سره رایو ورکولو ته چمتو وو".
تر ۲۹ مې ثانیې او ۵۲ سلنې برخې وروسته، فیارویا په اسپانیا کې لومړنی ټاکنیز مرکز شو چې رایې اچول پکې پای ته ورسېدل.
پیریز مني چې د کلي اوسېدونکي د کاستیا لامانتڅا په ګاونډ ایلان دي فاکس کلي کې له خلکو سره په سیالۍ کې وو.
په اسپانیا کې سیمه ییزې ټاکنې د راتلونکي کال پارلماني ټاکنو ته چمتووالی ګڼل کېږي.
په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې له ۱۷ سیمه ییزو پارلمانونو پر ۱۲ او ۸ زره د ښاروالۍ پر شوراګانو سیالۍ دي.








