د اندونیزیا حجاب لرونکې سندرغاړې د اروپا تر ټولو لوی فیسټیوال کې ننداره وړاندې کوي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
اندونیزیا کې دریو نجونو د ښوونځي په وروستیو کلونو کې د موسیقي په غږولو او بدلو بللو پیل وکړ خو دوی هیڅ کله هم دا سوچ نه کاوه، چې یوه ورځ به خپل هېواد لپاره د ګلستونبېري فستېوال کې تاریخ جوړ کړي.
دغه درې کسېزه ډله چې د پسېپارټ غږ (Voice of Baceprot) په نامه مشهوره ده سږکال یې په یاد فیسټیوال کې موسیقي وغږوله او سندرې یې وبللې.
دوی، چې خبرې شوې ګلستونبېري فیسټیوال ته وربلل شوې دي هکې حیرانې (زړه نازړه) شوې.
"ځکه چې موږ نه پوهېدو، چې دا [فیسټیوال] څومره په زړه پورې دی. موږ نه پوهېدو، چې اوس څه وکړو."
په دې دریو وروسته له هغه فشار زیات شو، چې پوه شوې، دوی لومړنۍ اندونیزیایي ډله ده، چې د اروپا د موسیقي تر ټولو لوی فیسټیوال کې برخه اخلي.
ګلستونبېري فیسټیوال پنځه ورځې دوام کوي.
پسېپارټ غږ ډله چې له مارسیا، اېسو ستي عایشه او ویدو رحمتي څخه جوړه ده یاد فستېوال کې د جمعې په ورځ ننداره وړاندې کړه.
پسېپارټ په سندنیزه ژبه کې چې د اندونیزیا یوه له لویو ژبو څخه ده د شور یا غوغا په معنی ده.
یادو دریو مېرمنو اوږده لاره وهلې ان د خپل کلي له ښوونځي راهیسې دا لس کاله کېږي چې دا مزل کوي.
دوی د جنډر او مذهب نورمونه وننګول او نړیوال سرلیکونه یې جوړ کړل.
دوی د اروپا او متحده ایالاتو په ګډون په نړیواله کچه سفرونه کړي دي.
نورو هنرمندانو هم د دوی ستاینه کړې ده.

د عکس سرچینه، VOICE OF BACEPROT
ګیتار غږوونکی تام مورلو وايي، چې د دوی یوه ویډیو لس ځلې لیدلې ده:
"په پرله پسې ډول لس ځلې او ورته حیران وم."
خو ګلستونبېري فیسټیوال به د دوی لپاره تر ټولو لوی دریځ وي.
مارسیا او ستي دواړه ۲۴ کنلې دي او ویدو ۲۳ کلنه ده.
دوی یوه اونۍ مخکې له بي بي سي سره د خپل سفر په اړه خبرې وکړې دوی درې واړو د ښوونځي له وخته موسیقي ته مخه کړې.
د 'باغي' نجلۍ ډله
یادې هنرمندانې د اندونیزیا په لوېدیځ جاوا ولایت کې د سنګاجیا په کلیوالي ښارګوټي کې لویې شوې دي.
مارسیا او ستي په لومړني ښوونځي کې سره ملګرې شوې.
دوی له ویدو سره په عالي لیسه کې وپېژندل هغه هم د لیسې د مشورې (انضباط) په دفتر کې چې د سرکشه چلن له کبله وراحضار شوې وې.
په داسې ځای کې دا معمول نه و، چې دوی دې له موسیقي سره د مینې ريښه وغوځوي.
دوی له مشاور (انضباط) ایرسا سره ښه شناخت پیل کړ.
ستي وايي: "موږ د خپل مشوره ورکوونکي ښوونکي ابه ایرسا لپ ټاپ کې موسیقي اورېده. موږ چې د راک (heavy metal ) موسیقي واورېده موږ فکر وکړ، چې دا ښه موسیقي ده که موږ وکولی شو دا سندرې وبللی شو."
ایرسا وايي، هغه پوهېده چې دا نجونې د نورو تنکيو ځوانانو په شان یاغي نه وې، هغه چې ښايي نشه يي توکي وکاروي یا ستونزو کې ښکېل شي. دوی به ډېری وخت په هغه څه غږېدل چې احساس یې کاوه ښوونځي کې ناعادلانه دي.
"دوی د سیسټم مخالفت کاوه او ډېری وختونه یې له خپلو ښوونکو سره شخړه کوله. همدا وه چې د دوی څرګندونې پاروونکې وګڼل شوې."

په ۲۰۱۴ کال کې ایرسا نجونې وهڅولې، چې د موسیقۍ له لارې خپل احساسات څرګند کړي.
نوموړي مارسیا له ګیتار سره بلده کړه، ویدو یې له باس (bass) او سیتي لپاره یې ډرم جوړ کړ، چې ښوونځي کې له یوې بلې ډلې پاتې شوی و.
"موږ خپله غوسه د خپل موسیقۍ له لارې باسله ځکه چې موږ نه غوښتل له نورو سره په ستونزو کې ښکېل شو."
مارسیا وايي: "که موږ احتجاج وکړو، دا به یوه ستونزه وي. په موږ به د سرغړوونکو تور ولږېږي. زموږ په کلي کې هغه ښځې، چې اعتراض کوي، لیونۍ بلل کېږي."
نوموړې زیاته کړه، وروسته بیا د موسیقۍ غږول هم دوی دې ته هڅول چې هرومرو ښوونځي ته لاړې شي.
"موږ ته ویل شوي وو، چې ښې نومرې واخلو. له یاده کول، لیکل او کتابونه لوستل بس همدومره. ۱۲ کاله دا زموږ لپاره ورځنی کار و. موږ ورسره زړه تنکې شوې وو. بیا نو موسیقي راغله او دا یو څه نوی څیز و."
یاده ډله ایرسا ته د خپل بنسټګر په توګه ارزښت ورکوي. هغه لومړنی کس و، چې د دوی موسیقي یې په یوټیوب کې خپره کړه.
دمګړۍ دوی په یوټیوب کې ۳۶۰،۰۰۰ سبسکرایبر او په انسټاګرام کې ۲۳۰،۰۰۰ فالورز لري.











