BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:40 گرينويچ 2008 ,13 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عاجل خبر:د کندهار پر زندان بريد شوى

کندهار
راپورونه وايي چې د کندهار په ښار کې بيړنى حالت اعلان شوى دى
دکندهار د زندان په وړاندې يوه لويه چاودنه شوې چې د راپورونو له مخې يې يو شمير کسان وژلي او ژوبل کړي دي .

سم لاسيو وروسته د وسله والو طالبانو يوې لويه ډله پر زندان ورننوته لومړى يې د طالبانو سره د تړاوو په تور نيول شوي زندانيان ويستل .

سيمه ييز چارواکي چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي چې دغه زندان د کندها رپه ښار کې خپاره شوي دي .

عيني شاهدان وايي پر دغه زندان باندې لومړى په يوه لارۍ ډوله موټر کې چې له باروتو باروو ځانمرگى بريد وشو .

وروسته يې د جنايي زندانيانو اود ښځو دبلاک دروازې ورخلاصې کړې ، چاودنه دومره زوروره وه چې د کندهار نژدې ټول ښار يې ولزاوو ، هر سړي دا فکر کاوو چې دده د کور په وړاندې چاودنه وشوه .

په دې زندانيانو کې د طالبانو په لسگونو ملاتړي هم وو .

يو افغان چارواکي چې د نوم د ونه اخيستلو په شرط وايي چې د اوس لپاره د شپږ تنو مړي موندل شوي دي .

کندهار ښاريان وايي چې په لومړي سر کې دوى فکر کاوو چې بريد ددوى د کورونو سره نژدې شوى دى .

راپورونه وايي چې په لسگونو زندانيان په ښار کې خپاره شوي دي.ا
د پيښې په اړه نور جزيات لا نه دي خپاره شوي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت