|
اوومه سټوډيو: دا اوونۍ مو فريده هوډ مېلمنه ده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا اوونۍ مواوومې سټوډيوته شاعره، ډاکتره اوژورناليسته فريده هوډ سيفي رابللې ده. ميرمن سيفي هوډپه کابل کې دې نړۍ ته سترگې غړولي خواصلي ځاى يې ننگرهاردى. لومړنۍ اولوړې زده کړې يې هم په پلازمينه کې ترسره کړې دي . دښوونځي له اتم ټولگي يې له را ډيوافغانستان سره همکاري کوله اوپه لسم اويوولسم کې خويې بيا ان کره کتنې لوستلې. په هيواد کې دستونزواوجگړوله امله پيښورته کډه شوه. هلته يې دخپلې طبي رشتې په لړکې کارته دوام ورکړاوکتنځى يې لاره. په ټل اوهنگوکې يې ميرمنې کتنځي ته ورتلې.دهغودخاطرو په اړه ديوه کتاب دچاپ هيله هم ورسره ده . څلورپنځه کاله يې دبي بي سي له روزنيزوپروژوسره دروغيتا پروگرام جوړاوه. په ٢٠٠٣ کال کې اروپا ته ولاړه اوتراوسه په پراگ کې دازادى راډيوسره همکاري لري. هغه لنډى چې وا يي زړه مې بند دى په کوچيا نوکې . دميرمن سيفي هوډ زړه هم دافغان ميرمنوسره په خاطرواودهغوسره په درملنه کې بند دى اوبيلابيلې خاطرې يي ورسره تړلې دي. تراوسه يې دشگومزل په نوم دشعرټولگه لس کاله وړاندې چاپ شوې خودوه کتابه يې دچاپ په انتظاردي . يوبل کتاب يې هم شعري ټولگه ده چې لانده چاپ شوې اودريم کتاب يې دميرمنوخاطرې دي چې هغه هم لاندى چاپ شوى . فريده شاعره، ليکواله ، ژورناليسته اوډاکتره ده.نوموړې خپل اودنوروشاعرانوشعرونه پخپل خواږه غږکې وړاندې کړي دي. دهغې لومړنۍ دنده د اکټري وه خوله مطبوعاتوسره دمينې له امله يې په راديوکې کارته دوام ورکړى چې تراوسه هم په پرا گ کې کارکوي. دنوموړې دژوند اوکارپه اړه به په اوومه سټوډيوکې سره وغږيږو. له شاعرې هوډنه خپلې پوښتنې په بريښناليکونوکې پدې پته راواستوى. دخپرونې پرمهال مودمخامخ تيليفون شميره داده 00442078360331 | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||