|
افغان لوبغاړي:المپيک ته چمتوالى نيسو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان د اولمپيک دبيجنگ په المپيک لوبو کې د گډون لپاره چمتوالى نيسي. ټاکل شوې ده چې د افغانستان ٤ لوبغاړي په دې نړيوالو سياليو کې گدون وکړي . دافغانستان د اولمپيک مشر ويلي ، ډيره هيله لري چې په دې سياليو کې به افغانستان جايزې ترلاسه کړي. انور جيگدلک وويل چې افغانستان په هغه دريځ کې نه دى چې يوازې په لوبو کې گډون خپل وياړ وبولي ، اوس تمه لري چې برياوې ترلاسه کړي. افغان چارواکي وايي چې د هغو څلور تنو لوبغاړو پر روزنه بوخت دي چې ټاکل شوې ده دبيجينگ د اولمپيک په لوبو کې گډون وکړي . دغه لوبې به د روان کال د اگست په مياشت کې دچين د بيجينگ د ښار په ملي لوبغالي کې پيل شي. محمد انور جيگدلک هيله من ښکاري او وايي افغان لوبغاړي اوس په هغه دريځ کې نه دي چې په نړيوالو سياليو کې يوازې پخپل گډون بسنه وکړي : دافغانستان د المپيک چارواکي وايي څلور لوبغاړي چې يوه يې ښځينه ده ،د مشق او تمرين لپاره د بهرنيو روزونکو تر څارنې لاندې کارکوي چې په سياليو کې خپل برى شونى کړي . دځغاستې په ډگر کې به محبوبه او مسعود عزيزي د نړيوالو سيالانو په وړاندې خپل بخت وازمايي. محبوبه د لومړي ځل لپاره په نړيوالو سياليو کې گډون کوي ،دا وايي ډيره جذباتي ده او تمه لري چې د بيجينگ دالمپيک په لوبو کې برى ترلاسه کړي: (( ما په کورنيو سياليو کې گدون کړى خو بهرنيو سياليو کې مې گډون نه دى کړى. خو د کابل ډيره هيله دتکواندو په دوه لوبغاړو پورې تړلې ده چې دهيواد نوم به يې وځلوي. د افغانستان د اولمپيک د ادارې مشر محمد انور جيگدلک وويل په اسيايي سياليو کې د ښه ځليدا له کبله د تکواندو لوبغاړو ډير پام ځانته وراړولى دى: افغانستان د ٦٠ کلونو راهيسې په اسيايي لوبو کې گډون کوي خو تر اوسه يې څلور مډالونه ترلاسه کړي .ددغو مډالونو له منځه دوه يې د طالبانو د واکمنۍ له ماتې وروسته ترلاسه شوي دي چې لويه لاسته راوړنه بلل کيږي . دافغانستان لوبغاړي چې دا ځل په نړيوالو لوبو کې د بري تمه لري ،که دغه هيله يې پر ځاى شي نو دا به لومړى ځل وي چې افغانستان داولمپيک په لوبو کې مډال ترلاسه کوي. په چين کې ددغو لوبو لپاره چمتوالى روان دى او چارواکي وايي چې يوازې د فټ بال لوبې به دچين له ملي لوبغالي څخه بهر په نورو لوبغالو کې سيالۍ وکړي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||