BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:35 گرينويچ 2008 ,18 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د احمد شاه بابا ٢٤٢ تلين ولمانځل شو

د احمد شاه بابا د تاج پوشۍ انځور
د ديرو په گومان احمد شاه بابا د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکى دى
دافغانستان په کندهار ولايت کې په لومړي ځل د ولايتي جرگې له لوري داحمدشاه بابا تلين لمانځل شوى دى .

په غونډه کې په سلګونو ګډونکوونکو برخه اخيستې او داحمدشاه بابا دژوند پر بېلابېلو اړخونو غږېدلي دي .

احمدشاه دورانى دمعاصر افغانستان بنسټ ايښودونکى بلل کيږي او افغانان يې خپل ملي لارښود بولي .

دلوى احمدشاه بابا د ٢٤٢تلين دلمانځنې جرګه ګې وړانديز وكړچې دهغه دمقبرې تاريخي ظرافت دې وساتل شي او د زيارت دسيمې اوملكيت په اړه دې جدي ګامونه اوچت شي .

دغې جرګه ګۍ غوښتنه وكړه چې دكندهارپوهنتون دې دستراحمدشاه باباپه نامه ونومول شي او دغه رازدې دهيوادپه ګوټ ګوټ كې ښارګوټي اومهم ځايونه ددغه امپراطور په نامه يادکړل شي .

غونډه نن ( سه شنبې د کب ٢٨ د مارچ ١٨ ) دکندهار په نارنج ماڼۍ کې داصلاحي مشورتي جرگې او ولايتي شورا په نوښت جوړه شوې وه .

دغونډې په سلګونو ګډونوالو کې ليکوالان ، شاعران ، حکومتي چارواکي او قامي مشرانو هم شامل وو.

غونډې ته د افغان ولسمشر حامد کرزي او داطلاعاتو کلتور د وزير کريم خرم پيغامونه هم ولوستل شول .

په مقالو، ويناو او شعرونو کې داحمدشاه ابدالي دتاريخي فتوحاتو ،پرعلمي سياسي او ټولنيزو چارو خبرې وشوې .

دكندهار د ولايتي جرگې ريس احمدولي كرزي پرليکوالو غږ وکړ چې دستراحمدشاه بابا دژوند،ميړانې ،يوالي اونوروچارو د راژوندي كولوپه برخه كې پرله پسې هڅې وكړي .

ده ژمنه وكړه چې په دې هلكه به دليكوالواثارهم چاپ كړي .

په كندهاركې مشورتي اصلاحي جرګې او دكندهارولايتي شورا ډاډ څرګندكړ چې هركال به په همدې ورځ دلوى احمدشاه بابا تلين لمانځي اودهغه ديادساتلوپه لاركې به هر راز هڅې كوي .

دوى وويل چې ډېر ژربه دميرويس نيکه ،علامه حبيبي صاحب ، علامه رشاد اوګڼو نورو څېرو يادغونډې جوړې کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت