|
سندريزهنر:داوپيراځلانده ستورى راولويد | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وتلى ايټالوي سندغاړى او کمپوزيټور لوچانو پاواروتي د ايټاليا د شمالي ښار مودينا کې ومړ . دى ددې ښار استوگن وو . د ښاغلي پاواروتي يو وياند وويل چې نوموړى ٧١ کلن وو . دده وياند ټيري رابسن وويل چې تير کال نوموړي د روغتيايي کتنو په پاى کې جوته کړې وه چې د سرطان په ناروغۍ اخته وو . دى د ايټاليا په سيمه ييز وخت د سهار په پنځه بجو ومړ . ده د سرطان د ناروغۍ په وړاندې اوږده جگړه تر شا پريښوده چې بيا دده ژوند واخيست . ښاغلي پاواروتي په ٢٠٠١ لومړي کال کې هغه مهال چې طالب واکمنو په افغانستان کې د بودا مجسمې ويجاړولې ، له افغان کډوالو سره د مرستې په موخه يې يو لوى نړيوال کنسرټ راوباله چې د هاليوډ يو شمير وتلو ستورو هم په کې گډون وکړ . لوچانو پاواروتي په دغه کنسرټ کې د استاد اولمير ديوې مشهورې سندرې (( دا زموږ زيبا وطن )) لپاره يې له سره موسيقي جوړه کړه او په ژوندي ډول يې واوروله . دى له هغه کنسرټ وروسته د افغانانو د ملگري په توگه ياد شو . بي بي سي پښتو ويبپاڼه ددغه ايټالوي هنروال د ژوند ځينې برخې په انځورونو کې وړاندې کړي او هغه شيبې درپه يادوي چې د اوپيرادموسيقۍ دغه ځلانده ستورى څه ډول ددې موسيقۍ لوړو پوړيو ته ورسيد :
د موسيقۍ ډيرى کارپوهان دا مني چې نوموړى داوپيراد موسيقۍ ډير لوى هنروال او سندرغاړى وو
لوچانو پاواروتي دخداى بښلې شهزادگۍ ډيانا له نژدې ملگرو څخه پاتې شوى دى او نوموړي په کال ١٩٩٧ کې د شهزادگۍ لپاره په وروستيو دعاگانو کې هم گډون کړى وو
د ايټاليا دغه سندرغاړى دترخي سرطان له ناروغۍ څخه ځوريده
ده دنړۍ د اوپيرا د نورو سندرغاړو سره هم سندرې ويلي دي ،په ١٩٦٧ کال کې يې له يو اسټراليايي سيال سره د هغه په هيواد کې خپل هنر وښود
دى هغه مهال ډير وځليد چې کله يې له پليسوډو ډيمنگو او هوزي کرارس سره يوه هنري ډله د the three toners په نامه جوړه کړه
ده په سلگونو ژونديو کنسرټونو کې گډون وکړ ،په٢٠٠١ کال کې يې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره يو کنسرټ راوباله او د استاد اولمير د(( دازموږ زيبا وطن )) سندره يې دافغان ملي سرودپه ځاى واوروله
په ٢٠٠٣ کال کې د هغه ددوم واده په وياړ ډير لوى مراسم ونيول شول
ده اوپيرا سندرې د نړۍ د پاپ له وتلو سندرغاړو سره په گډه وويلې او په نړۍ کې يې ده ته ستر نوم او ځاى ورکړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||