|
د کابل ورځپاڼو ته کتنه: د زمري ١٧مه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل د نن ورځې ډېرى ورځپاڼو د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن پر جرگې باندې ليکنې کړې چې سبا ته پيلېدونکې ده. چراغ ورځپاڼې د امن د سيمه ييزې جرگې اجندا تکراري او نيمگړې بللې. وايي کومې مسالې چې په جرگه کې به پرې بحښ کېږي په تېرو څو کلونو کې تل د دوو هېوادونو تر منځ د خبرو او غونډو موضوع وه. ورځپاڼه ليکي چې د جرگې زيات زور به د دوو گاونډيانو تر منځ د اړيکو پر پراختيا او د يوبل ځمکنۍ بشپړتيا ته پر درناوى باندې وي، هغه څه چې د ورځپاڼې پر ليکنه ډېره عمومي مساله ده. وېسا ورځپاڼې د خلکو پر استازو غږ کړى چې له جرگې څخه د موخې په ترلاسه کولو کې بشپړه گټه واخلي او د اجنډا محدوديت بايد د دوى مخنيوى ونه کړي ځکه وايي داسې فرصتونه ډېر لږ په لاس راتلى شي. ورځپاڼې همدارنگه د ځينو کسانو او کړيو لخوا د جرگې له پيلېدو لا مخکې د هغې د ناکامېدو ډنډورې بې دليله بدبيني بللې. اصلاح ورځپاڼې د جرگو رابلل چې وايي د افغانستان او پاکستان د خلکو يو دود دى د ترهگرۍ او نورو سيمه ييزو ستونزو د حل لپاره تر ټولو غوره حل لاره بللې. وايي په داسې مهال کې چې ټوله سيمه له ترهگرۍ څخه ځورېږي اوس د ټولو خلکو سترگې د امن جرگې ته زياتې اوړي چې دغې ښکارندې ته د پاى ټکى کېږدي انيس ورځپاڼې په جرگه کې د لوېديځوالو چارواکو پر گډون ټينگار کړى او ليکي چې ترهگرۍ يوه نړيواله ستونزه ده چې بايد چاره يې له لوېديځ څخه هم وشي. ورځپاڼه باور لري چې څومره چې په جرگه کې د لوېديځ د استازو شتون زيات وي، هومره به د هغې د پلي کولو لپاره ژمنتيا پياوړې وي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||