|
د کابل ورځپاڼو ته کتنه: د زمري ١٥مه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کمپ ډېويډ کې د ولسمشرانو کرزي او بوش تر منځ روانې خبرې د کابل د ننيو ورځپاڼو غټ ټکي جوړوي. چراغ ورځپاڼې افغان حکومت او متحد ايالات د سيمې په مسالو او ترهگرۍ ضد جگړه کې دوه ناکام انډيوالان بللي چې وايي پر اوسنيو خبرو يې هم باور نه دى پکار. ورځپاڼه کاږي چې امريکا په خپل شپږکلن پوځي ماموريت کې نه يوازې د افغانستان په جبهې کې پاتې راغلې، بلکې د افغانانو ملي غرور يې هم زيانمن کړى. ورځپاڼه پر ولسمشر کرزي غږ کوي چې له ولسمشر بوش سره په خبرو کې د امن جرگې پرځاى، د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې پر مخنيوي زيات ټينگار وکړي. ويسا ورځپاڼې بيا د دوو مشرانو د خبرو بل اړخ ته کتنه کړې. وايي د کمپ ډېويډ کتنه د امن پر راروانې جرگې مثبت اغېز کولاى شي او د هغې د پرېکړو لپاره ژمنتيا موندلى شي. حکومتي رځپاڼې انيس امريکا ته د ولسمشر کرزي سفر 'خورا مهم' او 'گټور' بللى چې په باور يې، د افغانستان د حکومت په جوړونه کې ښه ونډه لرلى شي. هشت صبح ورځپاڼې د طالب وياندانو پر هغو څرگندونو تبصره کښلې چې وايي دغه غورځنگ له راتلونکي امن جرگې سره مخالف دى. د ورځپاڼې په باور، دا غبرگون طالبانو ته د پاکستان لخوا ورکړل شوى دى، چې گواکې وښيي هغه هېواد له حکومت مخالفو وسله والو سره هېڅ تړاو نه لري. ملي ارمان ورځپاڼې د امن جرگې پايلو ته د شک په سترگه کتلي ځکه ليکي چې د پاکستاني لورې پر ژمنتيا او رښتينوالي باور نه لري. ورځپاڼه ليکي چې پاکستان نه غواړي د يوه ازاد او خپلواک افغانستان په څنگ کې ژوند وکړي. خو، افغانستان ورځپاڼې بيا په دغې جرگې پورې چې په څور ورځې کې پيلېږي ډېري هيلې تړلې دي. ورځپاڼه د پاکستان او افغانستان تر منځ د امن سيمه ييزه جرگه د ټولې سيمې د ټيکاو لپاره يو ښه پيل بولي او تمه لري چې پاکستاني لورى هم د زړۀ له تله غواړي چې د سولې لپاره دغه هڅه بريالۍ شي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||