BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل ورځپاڼو ته کتنه: د زمري ١٤مه
متحدو ايالاتو ته د ولسمشر حامد کرزي سفر، د امن جرگې په اړه اټکلونه او پاکستان د بهرنيو چارو د وزير وروستۍ څرگندونې د کابل د نننيو ورځپاڼو سرليکنې جوړوي.

افغانستان او هشت صبح ورځپاڼو امريکا ته د ولسمشر کرزي سفر مهم بللى چې وايي د امن پر راتلونکي جرگه به ښۀ اغېز وکړي.

هشت صبح ليکي چې د امريکا د سفر موخه او يوه لويه پايله به دا وي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ راروانه د امن جرگه په ښه توگه ترسره شي، ځکه وايي دا جرگه د امريکا په ملاتړ جوړېږي.

ليکوال کاږي چې پاکستان داسې هڅې هم پيل کړې چې طالبانو ته په دې جرگه کې د گډون موقع برابره کړي.

افغانستان ورځپاڼې هم د امن جرگې د پرېکړو په اغېزمنتوب کې د امريکا ونډه مهمه بللې او امريکا ته يې د ولسمشر کرزي سفر د واشنگټن د ملاتړ په جلبولو کې يو بل گام گڼلى.

ويسا ورځپاڼې ليکلي چې په امن جرگه کې د افغان او پاکستاني لوريو غونډېدل د دوو ولسونو خبرې او پرېکړې دي. ورځپاڼه ليکي چې دوو حکومتونو په تېرو کلونو کې ونه شو کړاى ښې اړيکې سره ټينگې کړي، خو د دواړو هېوادونو خلک به وکولاى شي چې دغې موخې ته ورسېږي.

ورځپاڼه د دوو هېوادونو د خلکو اړيکې د ورځې له سياسته ليرې او خورا ژور او پخواني ښيي.

د فجر اميد په نامۀ خپرونې بيا د يو شمېر کارپوهانو هغه نظرونه راخيستي چې وايي د امن جرگه د سولې لپاره سمه لار نه ده. وايي دغه جرگه د طالبانو او القاعده د مرکزونو او په پاکستان کې د مدرسو د بندولو واک نه لري، نو په دې توگه د ناامنۍ د سټو په له منځه وړلو کې لږ واک لري.

او چراغ ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير پر هغو څرگندونو نيوکه کړې چې ويلي يې و ناټو دې په افغانستان کې خپله تگلاره واړوي او له طالبانو سره دې خبرو ته کېني. ورځپاڼې دا څرگندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستاني چارواکو بربنډه لاسوهنه بللې چې په باور يې، نور هم ناامنۍ ته لمن وهي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت