|
افغانستان د چرگانو له والگې خوندي اعلان شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت وايي د چرگانو د والگي ناروغۍ اوس په افغانستان کې په بشپړه توگه له منځه تللې ده. د افغانستان د کرنې د وزارت مرستيال او د چرگانو له والگې سره د حکومتي کمېسيون مشر مصطفى جواد خبريالانو ته وويل په تېرو دريو مياشتو کې د دغې ناروغۍ هېڅ نښې نښانې په هېواد کې نه دي ليدل شوې. افغان حکومت له ډېر پخوا راهيسې د دغۀ ويروس د مخنيوي لپاره ځينې گامونه اخيستي وو، چې د مرغانو د غوښو او نورو پيداوارو د وارداتو بندول هم پکې شامل و. د کرنې مرستيال وزير او د چرگانو له والگې سره د مبارزې لپاره د حکومتي کمېسيون مشر مصطفى جواد په ډاډ سره اعلان وکړ چې افغانستان نور د دغۀ ويروس له گواښ څخه خوندي دى. دۀ د چرگانو د والگې د خپرېدو په ضد د يوۀ اوږدۀکمپاين له پاى ته رسېدلو سره جوخت دا څرگندونې کولې. په دې کمپاين کې د مرغانو پر ښکار، د هغوى د غوښو او هگيو پر واردولو بنديز او د هغو مرغانو او چرگانو له منځه وړل شامل و چې په سيمه کې يې دغه ويروس موندل شوى. ښاغلي جواد وويل په ټول هېواد کې نور داسې سيمه نشته چې د چرگانو د والگې نښې دي پکې وموندل شي. دۀ وويل د ياد شوي ويروس په ضد کمپاين په رسمي توگه پاى ته رسېدلى، خو له بهره د مرغانو د غوښو او هگيو پر واردولو بنديز لا پرځاى پاتې دى. وايي کمېسيون به اوس پر دې غور کوي چې د چرگانو له والگې څخه له خوندي هېوادونو څخه دې د مرغانو راوړل پيل شي که نه. خو د افغانستان له گاونډيو هېوادونو څخه همدا اوس هم هره ورځ د مرغانو پرېمانه غوښه او محصولات راواردېږي. د چرگانو د والگې څو بېلگې تېر لمريز کال د افغانستان په ځينو سيمو کې موندل شوې وې، خو انسانانو ته يې د خپرېدو هېڅ نښه نه ده موندل شوې. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||