BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:15 گرينويچ 2007 ,23 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ماشومانو ته زېرى: سل ډالري لپ ټاپونه راوتونکي دي
د نويو جوړېدونکو لپ ټاپونه بېلگې له ماشومانو سره
د وړيا او اسانه کارېدونکو لپ ټاپونو جوړولو موخه داده چې په شاته پاتې هېوادونو کې ماشومانو ته زده کړه اسانه شي
ډېر ژر سل ډالري لپ ټاپ کمپيوټرونه چې د ماشومانو د زده کړې په موخه جوړېږي بازار ته راوتونکي دي.

پنځه کاله وروسته له هغه چې 'د هر ماشوم لپاره يوه لپ ټاپ' OLPC پروگرام تابيا وشوه، دا دى دغه ارزان بيه سپک کمپيوټرونه د خرڅلاو لپاره چمتو کېږي.

د کمپيوټري وسايلو توليدوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې د ميليونونو وړو لپ ټاپونو لپاره پرزې جوړې کړي.

لومړي کمپيوټرونه به په راتلونکي اوکتوبر مياشت کې په مخ پر وده هېوادونو کې د ماشومانو لاس ته ورشي.

د دغې پروژې يوۀ چارواکي، والټر بينډر، بي بي سي ته وويل يو څه نوي سافټوېرونه پکار دي چې جوړ کړل شي، خو تر اوسه پورې چې کوم کار شوى دا هم غټ گام دى.

دغه لپ ټاپونه په 'سل ډالري' باندې پېژندل کېږي ځکه د دوى بيه يوازې سل ډالره ټاکل شوې ده چې وکولاى شي په شاته پاتې هېوادونو کې هر ماشوم ته يو کمپيوټر ورسېږي.

د دغې پروژې په اړه له هماغه پيله هم نيوکې وې او هم ملاتړ. د کمپيوټر ځينې شرکتونو چې پخوا يې پر دغه پروگرام باندې نيوکه کوله، اوس له خپل نظره اوښتي او ورسره مرسته کوي.

خو يو له نيوکو څخه دا و چې په هغو هېوادونو کې چې دغه لپ ټاپ کمپيوټرونه بازار ته وړاندې کېږي، هلته تر دې مخکې بايد د خلکو نورې لويې اړتياوې پوره شي، لکه روغتيا، پاکې اوبه او داسې نور.

خو د پروژې پرمخ بيوونکو وايي: ''دا د ښوونې لپاره يوه پروژه ده، نه د لپ ټاپونو د خرڅلاو.''

کلک، اسانه او ارزانه
د جوړېدونکو لپ ټاپونو يوه بېلگه
 دا لپ ټاپونه تر عادي هغو د ډېر لږ مصرف لرونکي دي. په لمريزې او انساني انرژۍ باندې هم چلېداى شي. د ډېرو ماشومانو لپاره دغه لپ ټاپ د دوى لومړنى کتاب دى او موږ غواړو چې دوى له لومړي ټولگي نه ورڅخه کار واخلي
والټر بينډر

د ملگرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان هم د دغې پروژې له ټينگو ملاتړ کوونکو څخه و. دۀ په ٢٠٠٥ کال کې دغه پروگرام د نړيوال پيوستون څرگندوى دى چې د ماشومانو په زده کړه کې به نوي لوري پرانيزي.

دا لپ ټاپونه داسې جوړ شوي چې له تر ټولو سختو شرايطو سره هم جوړ راشي. لکه د ليبيا په دښته کې او د پيرو په غرونو کې هم بايد کار ورکړي. د بېلگې په توگه، دا کمپيوټرونه کلک او د اوبو ضد پوښونه لري او په اسانه توگه چارجيدلى شي.

ښاغلى بينډر وايي: ''دا لپ ټاپونه تر عادي هغو د ډېر لږ مصرف لرونکي دي. په لمريزې او انساني انرژۍ باندې هم چلېداى شي. د ډېرو ماشومانو لپاره دغه لپ ټاپ د دوى لومړنى کتاب دى او موږ غواړو چې دوى له لومړي ټولگي نه ورڅخه کار واخلي.''

دغه کمپيوټرونه به په تايوان کې د لپ ټاپونو د تر ټولو ستر توليدوونکي شرکت، کوانټا، لخوا جوړ کړل شي.

د دومره ارزانه او په اسانۍ سره د چلېدو وړ کمپيوټرونو لپاره، ډېرو خلکو په تېرو پنځو کلونو کې په بې صبرۍ سره انتظار وکړ. اوس دا انتظار په ختمېدو دى او څه باندې دوه مياشتې وروسته به بازار ته راوځي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت