د ویانا محکمې د خلیلزاد د مېرمنې استیناف غوښتنه منلې

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان لپاره د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد د فتر له لوري يوه خپره شوې ويناپاڼه وايي، د ويانا يوې سيمه ييزې محکمې د پيسو سپينولو د تور په ضد د ښاغلي خليلزاد د مېرمنې شېرل بنارد استیناف غوښتنه منلې او د نوموړي بانکي حساب يې بېرته فعال کړى.
خبرپاڼه زياتوي، آغلې بنارډ او ښاغلى خليلزاد له هر راز تور سپين بلل شوي.
د ويناپاڼې پربنسټ، محکمې دا پرېکړه څو ورځې وړاندې له هغې کړې وه چې د پيسو سپينولو د تور موضوع رسنيو ته لار ومونده.
په کابل کې د ښاغلي خليلزاد استازي شير اعظم شينواري بي بي سي ته وويل پيسې په قانوني او مشروع توګه د بانکي حساب له لارې لېږدول شوې وې:
"ښاغلي خليلزاد دا پيسې د خپل بانکي حساب له لارې د خپلې مېرمنې حساب ته لېږلې وې. دا کومه حواله نه وه چې د پيسو سپينولو تور ولګول شي. د ويانا محکمې دا پرېکړه د سپتمبر پر درېمې نېټې کړې وه او د ښاغلي خليلزاد وکيل د سپتمبر پر ١٠ نېټې ترلاسه کړې وه. رسنيو په حقيقت کې زوړ خبر خپور کړى و."
څو ورځې وړاندې د (پروفایل) په نامه اتریشي مجلې يو راپور خپور کړى و چې ويل يې ښاغلي خلیلزاد د خپلې مېرمنې د بانکي حساب له لارې ۱.۴ میلیون ډالر لېږدولي دي.
د راپور پربنسټ، دغه پیسې په عراق او متحده عربي اماراتو کې د ځینو شرکتونو د فعالیتونو اړوندې وې.
ښاغلی خلیلزاد له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۷ پورې لومړی په افغانستان کې د امریکا سفیر او بیا په عراق کې د امریکا سفیر و.








