کرزی: د ترهګرۍ پر ضد یو موټی کېدل پکار دي

د عکس سرچینه،
د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف د تاجکستان دوشنبې د <link type="page"><caption> شانګهای </caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/03/100323_hh-shanghai-organizaton.shtml" platform="highweb"/></link>د سیمه ییزو همکاریو سرمشریزه کې وویل، چې یوازې له پوځي لارې افغانستان ته سوله او ثبات نه شي راتلی.
نوموړي وویل، په افغانستان کې وضعیت خرابېدل د سیمې د وضعیت په نارامۍ نېغه اغېزه کوي.
اسلام کریموف وویل: "یوازې پوځي عمل افغانستان ته سوله او ثبات نه شي راوستلی. افغانان څو کلنو خونړیو جګړو او بې وزلۍ ستړي کړي دي. اوس هر افغان د سولې راتلو نارې وهي."
بل خوا، د تاجکستان او افغانستان ولسمشرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر سر خبرې کړې دي.
تاجک ولسمشر امام علي رحمانوف په افغانستان کې د ثبات او ملي یووالی ټینګېدل د هېواد ارامۍ او سولې راتلو لامل ګرځي:
د تاجکستان د ولسمشر له دفتره یوه خپره شوې ویناپاڼه وايي: "دواړو غاړو د ګډو پروګرامونو د تطبیقولو پر سر خبرې وکړې، حامد کرزي او امام علي رحمانوف د ترانزیت د پیاوړتیا او د انرژۍ په برخه کې د دوه اړخیزې راکړې ورکړې پر سر خبرې وکړې."
د دواړو ګاونډیو هېوادونو ولسمشرانو د پولې د ټینګښت او د نشه يي توکو او ناقانونه وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره د پولې د ټينګولو ملاتړ وکړ.
بل خوا، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر کرزي تاجکستان دوشنبې کې د سرمشریزې پیل کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو د ډېرولو غوښتنه وکړه.
ویناپاڼه وايي، حامد کرزي د شانګهای له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د سیمې د امنیت لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.
حامد کرزي زیاته کړه، چې د ترهګرۍ جرړې او روزنځایونه د افغانستان له پولې بهر دي، چې په وینا یې له اورپکۍ ګټه اخیستل او د بل هېواد د ویجاړۍ چاره هېڅ راتلونکی نه لري.
کرزي له شانګهای او سارک سازمانونو غوښتنه وکړه، چې په ګډه د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پروړاندې لاسونه سره یو کړي.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه، AP
حامد کرزي، چې د واک موده یې پای ته رسېدلې ده، د سیمې د هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره هر راز سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته چمتو دی.
نوموړي د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لانجمن بهیر ته په اشارې سره وویل، هیله یې دا ده چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان او د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ژر جوړ شي.
افغانستان د شانګهای په سازمان کې د څارونکي غړي په توګه برخه لري او روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان ، تاجکستان او قرغیزستان ددغه سازمان اصلي غړي هېوادونه دي.








