کرزی شنګهای غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ

د عکس سرچینه،
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اسیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او باور د پیدا کولو "سیکا" په سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د یکشنبې په ورځ (غویی ۲۸/مۍ ۱۸) د اسیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او باور پیدا کولو یا "سیکا" په سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته تللی.
دغه سرمشریزه د چین په شانګهای ښار کې ده.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، په دې څلور ورځني سفر کې به حامد کرزی د چین له ولسمشر او د "سیکا" د غړو هېوادونو له نورو چارواکو سره وګوري.
په پام کې ده چې حامد کرزی په دې سرمشریزه کې د غړو هېوادونو له چارواکو سره پر بېلابېلو مسائلو وغږېږي.
نوموړی به د دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت او پراختیا سربېره، پر سیمه ییزو مسائلو هم خبرې وکړي.
له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د چین په دې سفر کې ځینې نور افغان چارواکي هم ملګري دي.
ښايي د ولسمشر په توګه چین ته دا د حامد کرزي وروستی سفر وي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د حامد کرزي د واک دوره د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.
د افغانستان د ولسمشرۍ لومړی پړاو ټاکنې د تېر وري پر شپاړسمه وشوې، خو دا چې هېڅ کوم کاندید د بریالیتوب لپاره ټاکل شوې رایې خپلې نه شوای کړی، ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې.
دویم پړاو ټاکنې به د غبرګولي پر ۲۴ ترسره شي.
که چېرې ټاکنې په لومړي پړاو کې پای ته رسېدلې وای، نو نوي ولسمشر باید د جوزا/غبرګولي پر لومړۍ نېټه لوړه کړې وای.

سیکا، یا په اسیا کې د باور جوړونې کنفرانس په لومړي ځل په ۱۳۸۳ کال د قزاقستان په الماته ښار کې لومړنۍ غونډه وکړه.
دا مهال لاندې هېوادونه د سیکا غړيتوب لري: افغانستان، اذربایجان، بحرین، کابوج، چین، مصر، هند، ایران، عراق، اسرائیل، اردن، قزاقستان، قرغیزستان، منګولیا، پاکستان، فلسطین، روسیه، تاجکستان، تایلنډ، ترکیه، عربي متحده امارات، ازبکستان او ویتنام.
اووه نور هېوادونه د څارونکو په توګه ګډونکوونکي دي: بنګله دېش، اندونیزیا، جاپان، مالیزیا، فلپین، قطر، سریلانکا، اوکراین او امریکا.








