ولسمشر کرزی قرغزستان ته ورسید
افغان ولسمشر حامد کرزی د یو لوړ دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته ورسید.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی کرزی به د دې غونډې په څنډه کې چې د قرغیزستان په پلازمینه بشکیک کې جوړیږي، د چین روسیې او ایران په ګډون د څو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي.
خبر پاڼه زیاتوي ولسمشر حامد کرزی به له دغو مشرانو سره د ترهګرۍ ، افراطیت او په سیمه کې د امنیتي ګواښونو په وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
افغانستان د شانګهای په سازمان کې د څارونکي غړي په توګه برخه لري او روسیه ، چین ، ازبکستان، قزاقستان ، تاجکستان او قرغیزستان ددغه سازمان اصلي غړي هېوادونه دي.




