کرزي له نوماندانو د ټاکنیزو لانجو غوڅول غوښتي

د عکس سرچینه،
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو یوځل بیا د اوږده ټاکنیز بهیر پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي کرزي وویل، د افغانستان وضعیت د زغملو نه دی.
دا مهال د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د واک د وېش په اړه له یو بل سره چنې وهي.
پر همدې مهال د جرمني د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته تللی او د افغان چارواکو سربېره یې د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو سره یې د ټاکنو په اړه کتلي دي.
د افغانستان د لانجمنو ټاکنو د رایو شمېرل او ارزونه یوه ورځ مخکې پایته ورسېده، خو لاهم د وروسوتیو پایلو د اعلانېدو نېټه نه ده ټاکل شوې او دواړو نوماندان د ملي یووالي د حکومت جوړولو پر سر وروستۍ موافقې ته هم نه دي رسېدلي.
د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي، د کابینې د مشرۍ له پوست پرته نور ټول اختلافي موضوعات حل شوي، خو د هغه سیال ګوند بیا اختلافونه تر دې ډېر زیات ښيي.
هغه اختلافات چې د ولسمشر حامد کرزي د غبرګون لامل شوي دي.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د دواړو کاندیدانو ترمنځ پر سیاسي موافقط ټینګار لري، خو د حق او عدالت په نامه ګوند، چې د اشرف غني احمدزي له
مهمو متحدینو ګڼل کېږي، د ټولو رایو تر ارزونې وروسته د پایلو د سم لاسي اعلانولو غوښتنه لري.
بل خوا، د ښاغلي عبدالله پلوې ډلې هغو ډلو ته چې د ټاکنو د پایلو اعلانېدل غواړي، خبرداری ورکړی.
عبد رب الرسول سیاف ویلي، له سیاسي موافقې مخکې د ټاکنو د پایلو اعلانېدل هېواد د بې ثباتۍ لوري ته بیايي، چې په وینا کې یې که داسې وشي، نو کابو کول به یې د ټولو له وسه وتلې خبره وي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لانجه لاهم پېچلې پاتې ده، ډېر وګړي نه پوهېږي چې پایلې به څرنګه وي.








