"نن (پنجشنبې) د رایو ارزونې کار ښایي بشپړ شي"

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې ښايي نن پنجشنبه (سپتمبر ۴مه) د ورځې په پای کې د ټاکنو د دویم پړاو د ټولو کارول شویو رایو بیا شمیرنه او ارزونه پای ته ورسېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور بي بي سي د خبرو پر مهال وویل چې تر اوسه يې ۹۶ سلنه صندوقونو د رایو د بیا شمېرنې او ارزونې کار بشپړ کړی دی.
نوموړي که څه هم د ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه مالومات ورنکړل خو ویې ویل چې د پایلو څرګندېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
بل لور ته ولسمشر حامد کرزي نن په د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په یوه غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو له دواړو نوماندانو وغوښتل چې ژر یوې هوکړې ته سره ورسیږي.
ښاغلي کرزي ویلي چې د دواړو ټاکنیزو ډلو د هوکړې ملاتړ به وکړي.
په ورته وخت کې تېر ماښام د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال افغانستان ته د ټاکنو د لانجې د هواري په برخه کې د مرستې لپراه راغلی دی.
د نوماند عبد الله ویاند مجیب رحیمي بي بي سي ته وویل له ښاغلي کرزي سره په کتنه کې پریکړه وشوه چې د سیاسي طرحې لپاره ګډ پلاوي ژر وټاکل شي.
بل لور ته نوماند اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې لانجې د هوارې لپاره خپل سیال ته یوه نوې طرحه وړاندې کړې ده.
ښاغلي رحیمي وویل په نوې طرحه کې ویل شوي چې د وزیرانو شورا مشري دې اجرایوي رئيس ته وسپارل شي او دولتي مهم پوسټونه په ځانګړې ډول امنیتي دې په انډولیزه توګه د دواړو لوریو ترمنځ وویشل شي.
د ښاغلي احمدزي ټاکنیز دفتر دا مني چې خپل سیال ته یې یوه نوې طرحه وړاندې کړې ده خو وايي د دوی طرحه هغسې لکه چې ښاغلي رحیمي وايي نه ده.
د ښاغلي احمدزي ویاند طاهر ظهیر وویل په نوې طرحه کې د اصلاحاتو او همپالنې له ټاکنیزې ډلې غوښتل شوي چې ناقانونه غوښتنې ونکړي او اساسي قانون مراعات کړي.
نوموړي وویل د واکونو د ویش په اړه په تفصیل په دغې طرحه کې څه نه دي ویل شوي خو د امنیتي او اقتصادي سکتورونو مسؤولین د جان کیري د لومړي سفر پرمهال د شوې هوکړې له مخې د دواړو لورو په مشوره ټاکل کیږي.








