اوباما له نوماندانو د ټاکنیز بهیر چټکتیا غوښتې

د عکس سرچینه،
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره د ټاکنیز بهیر د چټکتیا په اړه تیلېفوني خبرې کړې.
د دواړو ټاکنیزو ټیمونو ویندویانو منلې ده، چې ښاغلي اوباما د ټاکنیز سیاسي او تخنیکي بهیر د تېزولو غوښتنه کړې ده.
پر همدې مهال، اشرف غني احمدزي له عبدالله عبدالله سره کتلي دي، چې ویندویانو یې دا لیدنه له پرمختګه ډکه بللې ده.
د تحول او تداوم ډلې د ټاکنیز دفتر غړي صدیق پتمن بي بي سي ته ددغو تیلېفوني خبرو په اړه وویل:
''دواړو لورو ګهیځ خبرې وکړې او دریځونه سره نژدې شول. د اجرایوي مشر د دندو او واکونو په اړه خبرې وشوې''.
د اصلاحاتو او همګرايي ټیم ویاند فاضل سانچارکي پرخپلې فېسبوک پاڼې لیکلي په دې خبرو کې د اجرایوي مشر د واکونو په ګډون ځینې اختلافي موضوع ګانې حل شوې.
د دغه ټیم یوه بل غړي فضل رحمن اوریا وویل:

د عکس سرچینه، AP
''دواړو کاندیدانو د مخکنیو خبرو په تعقیب پر اختلافي مسائلو خبرې وکړې، خبرو کې د پاموړ پرمختګ وشو. تېره شپه د امریکا ولسمشر بارک اوباما له عبدالله سره تیلېفوني خبرې لرلې، اوباما د ټاکنیز سیاسي او تخنیکي بهیر د چټکتیا غوښتنه یې وکړه''.
د تحول او تداوم ټیم غړي صدیق پتمن هم د دواړو کاندیدانو ترمنځ نننۍ خبرې هیله راوستونکې وبللې .
بل خوا، د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ارزونې بهیر به تر راتلونکې یوې اونۍ پورې دوام ولري.
ددغه کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، تر اوسه د ټولو رایو ۶۶ سلنه ارزول شمېرل شوې او په پام کې ده، چې سر له راتلونکې دوشنبې د رایو درغلو رایو د باطلېدو په اړه هم پرېکړه وشي.








