
افغان حکومت تر دې وروسته خپلو وګړو ته برېښنايي (الکترونيکي) پاسپورټونه ورکوي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي دا پاسپورټونه له اوس مهالو نړيوالو معيارونو سره برابر دي او د جعل کېدو شونتيا نه لري.
چارواکي وايي د پاسپورټ اخیستونکي ځانګړتياوې به په يوه برېښناييه زېرمه کې خوندي وي چې له دې مخې به څوک له يوۀ نه د ډېرو پاسپورټونو د اخیستو وړتيا و نه لري.
نوي برېښنايي افغان پاسپورټ له زاړه هغه سره دا توپير لري چې د اخیستونکي نوم، د پلار نوم، کارنده نېټه او نورې ځانګړتياوې په لومړي مخ کې راځي خو په زاړه هغه کې د اځانګړتياوې په بېلو مخونو کې راغلې وې.
چارواکي وايي نوي پاسپورټونه يو شمېر امنيتي نښې هم لري.
د بېلګې په ډول د افغانستان بېرغ يادوي چې وايي يوازې د ماورا بنفش وړانګو په رڼا کې د ليدو وړ دى.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال ميرزا محمد يارمل وايي د پاسپورټ اخیستونکي ځانګړتياوې به په يوې برېښناييې زېرمې کې خوندي وي چې په وينا يې له دې مخې به څوک دا وړتيا و نه لري چې له يوۀ ډېر پاسپورټونه واخلي.
ښاغلي يارمل وويل د نويو پاسپورټونو په وېشلو سره به هغه خلک بېل شي چې افغانان نه دي او د افغانستان پاسپورټونه يې اخیستې دي.
"د درې لسيزو جګړو په ترڅ کې د بېلو حکومتونو په اوړېدو سره، له بېلو هېوادونو يوګڼ شمېر خلک، عرب او عجم ان له جرمي او نا جرمي ځانګړتيا و سر په دې توانېدلي چې افغان پاسپورټ او تذکرې واخلي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره دا ټول خلک جلا کېدى شي. دا په افغانستان کې د امنيت خوندي کولو په برخه کې يوه لويه لاس ته راړونه ده."
اوس مهال يوازې په پلازمېنه کابل کې نوي پاسپورټونه وېشل کېږي. که په ولايتونو کې څوک د نويو پاسپورټونو غوښتونکي شي، ځانګړتياوې به يې د انټرنېټ له لارې پلازمېنې ته راغوښتل کېږي او پاسپورټ به ورته جوړېږي.
همدا رنګه به يې ځانګړتياوې په برېښناييه زېرمه کې خوندي کېږي او بيا به د پوستې له لارې ور استول کېږي.
افغان چارواکي وايي تر کومه چې د زړو پاسپورټونو د کارولو موده پاتې وي د کارولو وړ دي.
خو تر هغې وروسته بايد خلک نوي برېښنايي پاسپورټونه واخلي.












