
څو اوونۍ وړاندې د پاکستان د عالمانو دوو جلا استازو ډلو د کابل د علماوو په کنفرانس کې له ګډونه انکار کړى و.
د افغانستان د ډېپلوماتانو يوه پلاوي د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت سره د سولې په بهير او د علماوو کنفرانس په اړه خبرې کړي دي.
څو اوونۍ وړاندې د پاکستان د عالمانو دوو جلا استازو ډلو د کابل د علماوو په کنفرانس کې له ګډونه انکار کړى و.
د کابل د عالمانو کنفرانس، چې له دواړو هېوادونو به په کې په سلګونو کسانو ګډون کاوه، څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د عالمانو د پلاوو ترمنځ تر لومړنيو خبرو اترو وروسته له ځنډ او خنډ سره ظاهرآ مخامخ شو.
دغه کنفرانس به د مارچ مياشتې په ١٠مه، په کابل کې جوړه شي، خو پاکستاني عالمانو په دې شرط په کې له ګډون انکار وکړ، چې طالب استازي ور ته نه بلل کېږي.
د رپوټونو ترمخه اوس يو وار بيا د سولې بهير او د مذهبي علماوو د کنفرانس پر سر د رامنځ ته شویو اختلافاتو د هواري او د دې بهيرونو د يو ځل بيا پيلېدو په هيله د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېپلوماتيکي اړيکې پيل شوي دي.
د دغو هيلو د غوړاوي لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمر داودزي د سه شنبې په ورځ (فبرورۍ/۲۶) د پاکستان د بهرنيو چارود وزارت له چارواکو سره خبرې کړي.
يوې سرچينې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل افغان سفير د بهرنيو چارو وزارت له مسوولينو سره د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي دواړه هېوادونه د سولې د بهير او د علماوو کنفرانس پر يوې نوې اجنډا کار کوي چې په دې برخه کې ځنډېدلى بهير بيا وخوځي.
داسې رپوټونه وو چې د کابل د عالمانو د غونډې تر ځنډېدو وروسته افغانستان په دې هڅه کې دى چې دغه کنفرانس د سعودي په رياض او يا هم د مصر په قاهره کې جوړ شي















