
تېره ورځ د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي خبريالانو ته وویل افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکا ځانګړو ځواکونو ته دوه اوونۍ وخت ورکړی چې له مېدان وردکو ووځي.
په افغانستان کې ناټو چارواکي وايي د افغانستان د ملي امنيت شورا له وروستۍ پرېکړې خبر دي، خو داسې شواهد چې د حکومت له لوري لګېدلي تورونه ثابت کړي د دوی په لاس کې نه شته.
ناټو دغه څرګندونې په هغه پسې کوي چې افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ په ميدان وردګو کې د امريکا ځانګړو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې په دوو اوونيو کې دغه ولايت پرېږدي.
ولسمشر کرزي دغه ګام له هغه وروسته واخيست چې د ميدان وردګو اوسېدونکو شکايت وکړ د ځانګړو ځواکونو په نامه وسله وال یې ځوروي، کورونه یې پلټي او ان بېګناه کسان وژني.
دې ته ته په غبرګون کې د ايساف ځواکونو وياند جنرال ګونتر کتس نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وويل له افغان حکومت سره به په جدي ډول کار وکړي چې دا ډول اندېښنو ته د حل يوه لار راوباسي:
شواهد
''په وروستيو اوونيو کې په ميدان وردګو ولايت کې د ځانګړو ځواکونو د غير مسلکي کړنو په اړه تورونه لګول شوي دي. تر اوسه موږ په دې نه يو توانېدلي چې د دغو تورونو د ثابتېدو لپاره شواهد پيدا کړو.
ايساف د افغانستان له حکومت سره يو ځای کار کوي چې د دغه هېواد د اوسېدونکو اندېښنو ته د حل يوه لاره ومومو.''
د دې پوښتنې په اړه چې ايا د امريکا ځانګړي ځواکونه به د دوو اوونيو په موده کې له ميدان وردکو ولایت نه ووځي که نه، آيساف يې په اړه توضيحات نه ورکوي.
خو د ولسمشر کرزي په مشرۍ د ملي امنیت په غونډه کې د افغانستان دفاع وزارت ته لارښوونه شوې، چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یا سپېشل فورس په نوم ډله له دغه ولایته وباسي او هغه کسان چې خلک يې ځورولي بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي.












