
مجید خان دا هم ویلي وو، هومره امکانات نه لري، چې د میدان وردګو خطرناکې لارې خوندي کړي.
د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کابل – کندهار او کابل- بامیان د لویې لارې د امنیت نیولو چارې له ملي اردو د عامه نظم پولیسو ته سپارل شوې دي.
د میدان وردګو مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته په یوه رالېږلې اعلامیه کې ویلي، چې دا لړۍ د شنبې په ورځ (فبروري ۲۳) په رسمي توګه پیل شوه.
اعلامیه کاږي، چې د میدان وردګو والي عبدالمجید خوګياڼي له کابله د ولسمشر کرزي له لوري له ورغلي پلاوي سره وکتل.
دواړو لورو پرېکړه وکړه، چې په میدان وردګو کې د کابل – کندهار او کابل- کندهار د تېرو شویو لویو لارو امنیت نیولو چارې له ملي اردو د عامه نظم پولیسو ته وسپارل شي.
سرچینه وايي، د شنبې په ورځ د میدان وردګو د عزیز کلا سیمې پوسته د عامه نظم پولیسو ته وسپارل شوه.
پر دغې پوستې او ورڅېرمه سیمو کې وخت – ناوخت د وسله والو طالبانو بریدونه کېږي.
څو کاله وړاندې په میدان وردګو کې د کابل- کندهار لویه لار ډېره خوندي وه، خو په وروستیو کلونو کې دغه لار څه – ناڅه ناامنه شوې ده.
ولسي وګړي
دوه کاله وړاندې، پر دغه لاره د بهرنیو ځواکونو پر کتارونو بې شمېره بریدونه کېدل، وسله والو پر پاخه سړک ماینونه خښول، چې ګڼ ولسي وګړي هم په کې وژل شوي دي.
وړاندې ددغې لارې امنیتي چارې د افغانستان ملي اردو ته سپارل شوې وې، چې له بګرامه سوېلي ولایتونو ته د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي توکو د خونديتوب لپاره به یې دغه لار څارله.
که څه په میدان وردګو کې له ولایته نیولې د غزني تر پولې پورې په هرو سلو مترو کې د ملي اردو ټانکونه او پوځيان د امنیت نیولو لپاره تر سترګو کېدل، خو وسله والو به ګڼ بریدونه پرې کول او تر ډېره به یې پر اکمالاتي ګاډو بریدونه کول او سوځول.

مخکې میدان وردګو کې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کتارونو ګڼ بریدونه شوي.
نژدې یوه میاشت وړاندې د میدان وردګو والي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که چېرې حکومت د دغه ولایت امنیتي چارو ته سمه پاملرنه ونه کړي، شاید دغه ولایت لانور ناامنه شي.
نوموړي وویل، د میدان وردګو ناامني نېغ په نېغه پر کابل ناوړه اغېز کوي.
مجید خان دا هم ویلي وو، هومره امکانات نه لري، چې د میدان وردګو خطرناکې لارې خوندي کړي:
"په میدان وردګو کې، ملي امنیت، ملي پولیسو او ملي اردو ډېر لږ دي؛ ځکه چې د میدان وردګو هر کلي او کوڅې ته د جګړې لمن غځېدلې ده. موږ هرې سیمې ته رسیدګي نه شو کولی."
په میدان وردګو کې دوې مهمې لویې لارې تېرې شوې، چې یوه یې د کابل- کندهار، هرات لویه لار ده، او بله ګاونډي بامیانو ته غځېدلې لار ده.












