د ميدان وردگو د يو شمېر خلکو تر دې سر ټکونو وروسته چې گواکې په هغه ولايت کې مېشت ځانگړي امریکايي ځواکونه سيمه یيز خلک ځوروي، ولسمشر حامد کرزي په اړونده برخه کې د پلټنو په موخه يو پلاوى وگمارۀ.
له ارگه د خپرې شوې رسنيزې خبرتيا له مخه ولسمشر ددغه هېواد دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت بنسټ ته دنده وسپارله چې په دوو ورځو کې پر دې اړه پلټنې وکړي، او راپور يې هغه ته وسپاري.












