
افغان چارواکي وايي، د دغه هېواد ۹۰ سلنه کوکنار په څلورو ولایتونو هلمند، فراه، کندهار او اروزګان کې کرل کېږي.
د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان له هغو ولایتونو سره د څه باندې ۱۸ میلیونه ډالرو مرسته کوي، چې د کوکنارو د کر او تولید په مخنیوي کې یې پرمختګ کړی دی.
د افغانستان له نشه يي توکیو سره د مبارزې وزارت وايي، یادې پیسې به د دغو ولایتونو په بنسټیزو او ټولګټو پروژو ولګول شي.
د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ۱۸،۲ میلیونو ډالرو دغه مرسته به د ښو کړنو د هڅونې پروګرام له لارې د افغانستان هغو ولایتونو ته ورکول شي، چې له کوکنارو پاک دي او یا یې د دغه کښت د کر او تولید په مخنیوي کې پام وړ پرمختګ کړی دی.
د ۱۳۹۲ لمریز کال لپاره د دغه پروګرام د تمویل سند د نشه يي توکیو پر ضد مبارزې افغان وزیر ضرار احمد مقبل عثماني او د افغانستان لپاره د قانون د حاکمیت او پلي کولو په برخه کې د امریکا سفیر سټیفن مکفارلنډ تر منځ لاسلیک شو.
ښاغلي عثماني وویل، چې دغه پروګرام یې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د امریکا په مرسته پیل کړی او تر اوسه یې له دې لارې لسګونه ټولګټې او بنسټیزې پروژې پلې کړې دي.
"دا پروګرام داسې تنظیم شوی، چې والیانو ته د دې واک ورکول کېږي، چې په خپله د پروژې انتخاب وکړي او یا داسې پروژې وټاکي، چې په اړوندو ولایتونو کې د اړتیا له مخې لومړیتوب لري. موږ تر اوسه پورې د دغه پروګرام له لارې شاوخوا ۱۵۰ پروژې پر مخ وړې دي."
له نشه یي توکیو سره د مبارزې وزارت همدا راز وايي، چې دغه پیسې به ۱۷ هغو ولایتونو ته د ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، لوبغالو، د حرفوي زده کړو مرکزونو او نورو پروژو لپاره ورکول کېږي چې د کوکنارو له کر څخه پاک دي.
پر دغو ولایتونو سربېره به کابل او کندهار هم په دې لیکه کې شامل شي، ځکه چې د چارواکو په خبره د کوکنارو د کښت په برخه کې یې پام وړ کموالی لیدل شوی دی.
افغان چارواکي وايي، د دغه هېواد ۹۰ سلنه کوکنار په څلورو ولایتونو هلمند، فراه، کندهار او اروزګان کې کرل کېږي.
په تېره لسیزه کې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید د مخنیوي لپاره هلې ځلې کړي، خو دغه هېواد اوس هم د نشه يي توکیو د تولیدوونکو هېوادونو په سر کې راځي.












