پاکستان د افغان پوځ د روزنې غوښتونکی دی

د خپريدو وخت: 08:05 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق کياني د افغان حکومت په مشرۍ په افغانستان کې د سولې له بهيره ملاتړ کړى دی.

ده دغه څرګندونې په راولپنډۍ کې د افغانستان د دفاع له وزير جنرال بسم الله محمدي سره د کتنې پرمهال کړې دي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان وايي، جنرال کياني د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېورېنډ پر کرښه د امنيت ټينګولو په برخه کې هم افغان لوري ته ډاډ ورکړی دی.

د ډاډ او همکارۍ دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې افغان مشران د ترهګرۍ پر وړاندې جگړه کې د پاکستان له نه همکاري شکايت کوي.

پاکستان بيا په خپله ځان د ترهګرۍ قرباني بولي.

بسم الله محمدي پاکستان ته د سفر پر لومړۍ ورځ د پاکستاني پوځ په یوه مرکز کې د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره پر دفاعي همکارۍ خبرې وکړې.

د خبر د رسنیو برخې ویلي، چې له دغه افغان وزیر سره په پلاوي کې نور جګپوړي پوځي افسران شامل و، چې دواړو غاړو د پاکستاني پوځ له لوري د افغان ملي اردو د روزنې په اړه لومړنۍ خبرې وکړې.

پاکستان څو ځلې افغان چارواکو ته د افغان پوځيانو د روزنې وړاندیز کړی، خو تر اوسه افغانستان مثبت ځواب نه دی ورته ویلی.

د پاکستان پوځ یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو غاړو په سرحدي سیمه کې د امنیت د ټینګښت په اړه خبرې وکړې.

بسم الله محمدي له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره په خبرو کې د ترهګرۍ پرضد پر دوو اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>