
دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سواداګرۍ هوکړه لیک په ۲۰۱۱ کال کې لاسلیک شو.
افغان حکومت وايي تر دې وروسته پاکستاني لارۍ د بانکي تضمين او د ترانزیتي توکیو له بیمې پرته د افغانستان خاوره د ترانزیت په موخه نه شي کارولی.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، ترانزیتي توکي باید د دغه هېواد د بیمې په شرکتونو کې بیمه شي.
خو د سوداګرۍ خونه بیا وايي، دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سواداګرۍ هوکړه لیک (اپټا) یوه برخه ده چې افغانستان يې دوه کاله وروسته پلې کوي.
دغه تړون چې په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شو او پاکستان هماغه وخت پلی کړ.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د ګمرکاتو له عمومي ریاست نه په یو لیک کې غوښتي چې وروسته له دې یوازې هغو پاکستاني لاریو ته د دغه هېواد له خاورې د ترانزیتي استفادې اجازه ورکړي چې مالونه یې په یو افغاني شرکت کې بیمه شوي وي او دولت ته یې بانکي تضمین ورکړی وي.
د "اپټا" په تړون کې چې په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی و دواړو هېوادونو هوکړه کړې وه چې هغه لارې چې د بل هېواد خاوره د ترانزیت په موخه کاروي باید خپل ترانزیتي مالونه د هماغه هېواد په یو شرکت کې بیمه او دولت ته يې بانکي تضمین ورکړي چې ترانزیتي مال به یې په خاوره کې نه پلوري.
پاکستان دا موضوع په هماغه وخت کې پلې کړه او له همدې امله افغاني لاریو د پاکستان خاوره د دغو شرایطو د نه پوره کولو له امله د ترانزیت په موخه نه کاروله خو افغانستان ولې اوس، دوه کاله وروسته دغه پرېکړه پلې کوي؟
د سوداګریو خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي حکومت ځکه اوس د "اپټا" تړون پلی کوي چې سوداګرو پرې فشار راوستی دی.
ښاغلی الکوزی ټینګار کوي چې د "اپټا" تړون یوازې د پاکستان په ګټه دی او د دوی لارۍ کولای شي د افغانستان ټولو بندرونو ته خپل مالونه ورسوي خو افغاني لارۍ بیا د پاکستان خاورې ته نه شي ننوتلی.
تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګریو خونو له سوداګرو غوښتي و چې د کراچۍ بندر دې د خپلو وارداتي توکیو لپاره نه کاروي ځکه چې هلته سلګونه کانتینرونه بند پاتې دي او هره ورځ په هر کانتینر ۲۰۰ ډالره جریمه راځي.













