
افغانستان وسمهال په ټوله کې نژدې درې نيم لکه امنيتي سرتيري لري
په دې وروستيو کې يو شمېر لويديځو رسنيو د يو لړ راپورونو په ترڅ کې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتياوو شک ښوولى او انگيرلې يې ده که بهرني سرتيري په بشپړ ډول ووځي او امنيت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي نو په وينا يې افغان امنيتي ځواکونه به په يوازې ځان دا وړتيا ونه لري چې نيول شوې سيمې وساتي.
لويديځو رسنيو ويلي دي چې گواکې په داسې کيدو سره به طالبان وتوانيږي چې له افغان امنيتي ځواکونو دغه سيمې بيرته ونيسي.
په کابل کې د ايساف وياند گونتر کتس دا راپورونه نا سم وبلل او د خپلې خبرې پخلى يې په دې خبرې سره وکړ چې د امنيتي ليږد په دریيم پړاو کې کومې سيمې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي د تاو تريخوالي کچه په کې ١٤ سلنه ښکته شوې ده.
په پام کې ده چې د راروان ٢٠١٤ ميلادي کال تر پايه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پوځي ماموريت پاى ته ورسېږي او ځاى يې افغان امنيتي ځواکونه ونيسي.
افغان امنيتي ځواکونه دغه ماموريت ته هرکلى وايي او داسې جوتوي چې په يوازې ځان د ټول افغانستان امنيت خوندي کولاى شي، خو له دې وينا سره سره افغان چارواکي له بهرنيانو نه د افغان هوايي ځواک پياوړتيا او د امنيتي ځواکونو سنبالښت غواړي.
افغانستان وسمهال په ټوله کې نژدې درې نيم لکه امنيتي سرتيري لري، چې د چارواکو په وينا د خپل هېواد امنيت خوندي کولو ته چمتو دي.













