تر ۲۰۱۴ وروسته د ۱۰ زرو امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو امکان

د خپريدو وخت: 06:39 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391
مریکايي پوځيان

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۶ زره امریکايي سرتېري مېشت دي.

د امریکا "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې ویلي، چې امریکايي چارواکي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځيانو پر شمېر غږېږي.

خو "وال سټریټ ژورنال" بیا پخپل یوه راپور کې ویلي، چې امریکا غواړي په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته لس زره پوځيان پرېږدي.

دغه راپورونه ددې څرګندويي کوي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي پروګرام جوړول د اوباما د ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.

نیویارک ټایمز ورځپانې ویلي، امریکا لس زره او د ناټو د نورو غړو هېوادونو څو زره نور پوځيان به په افغانستان کې پاتې شي.

وال سټریټ ژورنال ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان الن په نارسمي ډول ددې غوښتنه کړې، چې له شپږو تر ۱۵ زرو پورې پوځيان په افغانستان کې پاتې شي.

خو د افغان دولت غوښتنه داده، چې د پاتې کېدونکو بهرنیو پوځيانو د دندې او فعالیت څرنګوالی په ډاګه شي، او که چېرې کوم جرم کوي، باید په افغان محکمو کې محاکمه شي.

خو امریکا له عراقه تر وتلو وړاندې له دغه هېواد سره پر دې موضوع مخالفت وښود، همدا وو، چې له عراقه یې خپل ټول پوځيان وایستل.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۶ زره امریکايي سرتېري مېشت دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>