فرانسې د افغانستان له شمال ختیځ ولایت کاپیسا څخه د خپلو سرتېرو په ایستلو سره په دغه هېواد کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه.
تمه ده د دسمبر ترپایه به ټول دغه سرتېري له دې هېواده ووځي. دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پوځي ماموریت تر ختمېدو پورې دوه کاله وخت لا پآتې دی.
د فرانسې مشرانو دغه پرېکړه د هغو بریدونو وروسته وکړه چې په کي په افغانستان کې د دوی سرتېري ووژل شوه.












