''له پاکستان سره سوداګري پرېږدﺉ''

د خپريدو وخت: 13:02 گرینویچ - سه شنبه 22 جنوري 2013 - 03 سلواغه 1391

سوداگرۍ خونه وايي چې پاکستان له نژدې دريو مياشتو راهيسې د افغان سوداگرو درې زره کانټينرونه په کراچۍ بندر کې درولي او د ليږد اجازه نه ورکوي.

د افغانستان سوداگرۍ خونې بي بي سي ته وويل چې گواکې په کراچۍ کې افغان سوداگريز توکي د افغان او پاکستاني گمرکونو د تخنيکي تشو له کبله درول شوي دي.

اړوندو چارواکو وويل چې له دې ستونزې سره له يوې ډډې بيې پورته شوي او بله خوا په درول شويو کانټينرونو کې خوندي توکي خپل څرنگوالى له لاسه ورکوي.

چارواکي وايي چې له درېيو زرو کانټينرونو څخه په ٧٠٠ کې هگۍ د چرگانو او کبانو غوښې بار دي چې د خرابېدو شونتيا يې بيخي ډېره ده، همدا راز وايي په ٨٠٠ نورو کانټينرونو کې خوراکي توکي بار دي چې ځنډېدل يې په افغانستان کې د بيو د کچو د لوړېدا لامل گرځېدلي دي.

خو د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل لويه ستونزه دا ده چې په کراچۍ بندر کې له هر ولاړ کانتينر نه د ورځې ٢٠٠ ډالره دريد بيه يانې ډيمريج اخیستل کېږي، چې د ورځې ٦ لکه ډالر کېږي.

ښاغلي الکوزي وويل چې په تيرو نژدې درېيو مياشتو کې افغان سوداگرو نژدې ٦٠ ميلیونه ډالره دريد بيه پرې کړې ده نو ځکه يې پرېکړه وکړه چې افغان سوداگربايد ددغې ستونزې تر هواري پورې د پاکستان له لارې سوداگري ونه کړي:

''تر اوسه پورې څه کم ٦٠ ميلیونه ډالر په دې درېيو مياشتو کې زموږ پر مالونو ډيمريج راغى، سوداگرۍ وزارت ته مو وويل، ناهيلي شو، دې لپاره چې زموږ سوداگر نور زيانمن نه شي، نو پرون مو داسې پريکړه وکړه، ټولو افغان سوداگرو ته ددغه ناورين او ستونزې په اړه خبرتيا ورکول کيږي چې د کراچۍ له بندر نه سوداگري و نه کړي، او که کوي يې نو له دغه راز ستونزو سره به مخامخ کيږي.''

ښاغلي الکوزي وويل هغه مهال افغان سوداگر د کراچۍ له لارې سوداگري کولاى شي، چې هلته درول شوي توکي افغانستان ته راولېږدول شي.

د نوموړي په وينا سره له دې چې د ايران او منځنۍ اسيا سوداگريزې لارې اوږدې او گران بيه دي خو وايي که د پاکستان د دريد بيو يانې ډيمريج پيسو ته وکتل شي،نورې لارې ترې ارزانې پرېوځي.

"په دې وروستيو کې زموږ يو پلاوى پاکستان ته تللى و چې هلته يې د افغانستان او پاکستان د گډو خونو له مشر د پاکستان د سوداگرۍ له وزير او د هغه هيواد له لومړي وزير سره ناستې درلودې، په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزير امر ورکړ چې د افغانستان سوداگريز توکي بايد په لسو ورځو کې وليږدول شي"

وحیدالله غازي خېل

سوداگرۍ خونه وايي سوداگر چې د کراچۍ پر لاره کوم زيان ويني،بدل يې له بې وزلي افغان ولس نه اخستل کيږي.

ښاغلي اکوزي نيوکه وکړه چې دا پړه گواکې د افغانستان د سوداگرۍ وزارت پر غاړه ده چې ستونزه يې نه ده هواره کړې.

خو د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وياند وحيدالله غازي خيل بيا بي بي سي ته ويلي دي چې له پاکستاني چارواکو سره يې ستونزه هواره کړې ده،خو وايي چې د ناټو د توکو ددرولو له کبله په کراچۍ کې د گاډو ټولنو اعتصاب کړې چې په ټس کې يې افغان سوداگريز توکي هم بند پاتې دي:

''په دې وروستيو کې زموږ يو پلاوى پاکستان ته تللى و چې هلته يې د افغانستان او پاکستان د گډو خونو له مشر د پاکستان د سوداگرۍ له وزير او د هغه هيواد له لومړي وزير سره ناستې درلودې، په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزير امر ورکړ چې د افغانستان سوداگريز توکي بايد په لسو ورځو کې وليږدول شي،خو رښتيا داده چې وسمهال د پاکستان سياسي حالات لږ خراب دى، او د هغه هيواد شته ستونزې نيغ پر نيغه پر موږ هم اغيز کوي،هلته په کراچۍ کې چې کومه مظاهره اوس شوې ده،هغه د کميشن کارانو او ټرانسپورټرانو له خوا شوې ده، د هغوى نيوکه داده، چې د ناټو مالونو ته اجازه نه ورکول کيږي، نو موږ کار نه کوو، د سوداگرۍ وزارت پخوا هم هڅې کړي او اوس يې هم کوي چې له کراچۍ بندر نه د افغان سوداگرو د توکيو راليږدولو په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.''

"يو شمير سوداگر انگيري چې د پاکستان له خوا ستونزو جوړولو افغان سوداگر وهڅول چې د نورو هيوادونو له لارو خپل توکي راوليږدوي."

د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي چې پاکستان د لومړي ځل لپاره افغان سوداگرو ته ستونزې نه دي پيدا کړي بلکې په وينا يې نژدې په هرو دريو مياشتو کې پاکستان يو ځل د افغان سوداگريزو توکيو پر مخ لاره تړي.

اړوند چارواکي وايي چې د پاکستاني سوداگرو توکي اوس هم ليږدول کيږي خو د ناټو او افغان سوداگرو توکيو ته د ليږد اجازه نه ورکوي.

يو شمير سوداگر انگيري چې د پاکستان له خوا ستونزو جوړولو افغان سوداگر وهڅول چې د نورو هيوادونو له لارو خپل توکي راوليږدوي.

چارواکي هم ددې خبرې پخلى کوي چې وسمهال د افغانستان ٦٠ سلنه سوداگري يوازې د ايران د چاه بهار بندر له لارې کيږي.

دغسې د منځنۍ اسيا له لارې هم د پخوا په پرتله افغان سوداگري ډيره شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>