
په هرات کې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې ریاست هم د دغه لابراتوار ترلاسه کول یو مهم پرمختګ بللی.
د لومړي ځل لپاره په لوېدیځ ولایت هرات کې د خوراکي توکو د څرنګوالي یا کیفیت د مالومولو لابراتور اېښودل شوی.
پخوا به د همدې امکاناتو د نشتوالي له کبله، سوداګر اړ وو چې د وارداتي توکو بېلګې پلازمېنې کابل ته د هغو د کیفیت یا څرنګوالي د مالومولو لپاره ولېږدوي، هغه څه چې اضافي لګښت او وخت به یې غوښت.
د هرات ګمرک ته د تل په شان راز راز خوراکي توکي له بهره راوړل کېږي، خو اوس د پخوا خلاف، سوداګر دې ته اړ نه دي چې د خوراکي توکو بېلګې پلازمېنې کابل ته د هغو د څرنګوالي د مالومولو لپاره ولېږدوي.
هرات اوس د یوه داسې لابراتوار لرونکی دی چې خوراکي توکي تجزیه او د هغو کیفیت مالومولی شي.
"ه هرڅه په ولایتونو کې شتون ولري او موږ داسې لابراتوار ولرو چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي دا به ډېره د خلکو په ګټه وي."
خلیل یارمند
د هرات د کرنې د ادارې مشر فقیر احمد بیانګر وایي اوس دوی د دې ماشینونو د کارولو لپاره روزل شوي کارکونکي هم لري:
''له نېکه مرغه موږ د دغه امکاناتو د کارولو لپاره مسلکي او روزل شوي کارکونکي هم لرو او دوی د کار لپاره چمتووالی لري. نور به نه موږ او نه هم هغه سوداګر چې په دې سیمه کی کار کوي، دې ته اړ نه یو چې د خوراکي توکو د کیفیت د مالومولو لپاره مرکز ته ولاړ شو. د یادولو وړ ده چې د لومړي ځل لپاره دا ډول امکانات د افغانستان په لوېديځ کې ترلاسه شوي.''
دغه لابراتوار اوس یوازې د ۱۷ ډوله خوراکي توکو د تجزیې او د هغو د کیفیت څرنګوالي د مالومولو وړتیا لري په داسې حال کې چې د وارداتیي توکو د ډولونو شمېر تر دې بیخي زیات دی خو د دغه لابراتوار چارواکي وایي دوی داسې ماشیونه لري چې که هغو ته لیسنس واخیستل شي کولی شي چې د ۱۲۰ ډوله خوراکي توکي تجزیه کړي.
په هرات کې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې ریاست هم د دغه لابراتوار ترلاسه کول یو مهم پرمختګ بللی.
د دغې ادارې مشر خلیل یارمند وایي:
''که هرڅه په ولایتونو کې شتون ولري او موږ داسې لابراتوار ولرو چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي دا به ډېره د خلکو په ګټه وي. دا به د دې سبب شي چې خوراکي توکي په لږ وخت کې له ګمرکه ووځي او بازارونو ته ورسېږي دا د وخت نه ضایع کېدل هم کولی شي چې پر قیمتونو اغېز وکړي.''

د هرات د کرنې د ادارې مشر فقیر احمد بیانګر وایي اوس دوی د دې ماشینونو د کارولو لپاره روزل شوي کارکونکي هم لري.
هرات د افغانستان په لوېدیځ کې هغه ولایت دی چې له ترکمنستان او ایران سره ګډې پولې او دوه بندرونه لري.
ډېری وارداتي توکي له دې لارې د افغانستان نورو بازارونو ته هم رسېږي. په دې کې داسې توکي هم شامل دي چې مخامخ د خلکو په روغتیا پورې تړلي، لکه دارو درمل، خوراکي او راز راز خوراکي توکي.
تمه کېږي چې د دغه ډول توکو د کیفیت یا څرنګوالي د مالومولو امکانات یوازې د افغانستان په لویو ښارونو پورې محدود پاتې نه شي او نور ولایتونه هم ترې برخمن شي.












