
افغان ولسمشر غواړي امريکايي ځواکونه يې د هېواد له ښارونو او کليو ووځي.
سپينې ماڼۍ د لومړي ځل لپاره ويلي شونې ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هېڅ امريکايي سرتېري افغانستان کې پاتې نه شي.
دغه څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې افغان ولسمشر حامد کرزی له خپل امريکايي سيال باراک اوباما سره خبرو لپاره واشنګټڼ ته رسېدلی دی.
د امريکا جګپوړي امنيتي سلاکار بن روډېس خبريالانو ته وويل د امريکا ادره پر يو لړ غوراويو غور کوي.
واشنګټن ته د ښاغلي کرزي دری ورځني سفر کې به له ښاغلي اوباما او نورو چارواکيو سره مهمې خبرې هم شاملې وي، خو وروستۍ پرېکړه به نه کېږي.
افغان ولسمشر غواړي امريکايي ځواکونه يې د هېواد له ښارونو او کليو ووځي.
خبريالان وايي دغه ليدنې کتنې په داسې وخت کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکيو کې د عادي حالت په پرتله ډېر درزونه دي.
کله چې په دې اړه له ښاغلي روډېس نه پوښتنه وشوه، چې امريکا په ۲۰۱۴ کال کې د خپل جګړه ييز ماموريت له پای سره د پاتې کېدونکي ځواک سره په تړاو پر "صفر غوراوي" هم فکر کوي، که څنګه؟ د ملي امنيت دغه مرستيال سلاکار خبريالانو ته وويل: "دا به يو غوراوی وي چې موږ به پرې غور کوو."
د امريکايانو په ګډون ډېری بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان نه ووځي.
د سپينې ماڼۍ چارواکيو مخکې ويلي وو، دوی د جګړې ماموريت له پای ته رسېدو وروسته غوره بولي چې په افغانستان کې له ۳۰۰۰ نه تر ۹۰۰۰ پورې ځواکونه پاتې شي.
ډرون بريدونه
ټاکل شوې افغان مشر د جمعې پر ورځ له ولسمشر اوباما سره خبرې وکړي، چې د امريکا له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته د دوی ترمنځ لومړۍ کتنه ده.
له دغه سفر مخکې، سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي وو ښاغلی اوباما "په افغانستان کې زموږ د لېږد روانو چارو او د تلپاتې ملګرتيا په اړه زموږ پر شريک نظر بحث ته سترګې پر لار دی."
په کابل کې د بي بي سي خبريال کونټېن سمروېل وايي د امريکا ولسمشر داسې ښکاري چې د هغه ځواک پر کچه بحث وکړي چې هلته پاتې کېږي، او هم دا چې هغوی هلته د دې لپاره دي چې د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي او که خپل لومړی پام له القاعدې سره پر چلن راغونډ کړي.
دغه ليدنه د بې پيلوټه الوتکې له هغه بريد څو ورځې وروسته کېږي، چې پاکستانی اورپکی مشر ملا نذير يې وواژه.
پر ملا نذير تور و چې د طالبانو ملاتړ لپاره افغانستان ته جنګيالي استوي.
اټکل دی ولسمشر کرزی د واشنګټن خبرو کې راتلونکي کې پر وسايلو د افغان پوځ سمبالونې غوښتنه وکړي، چې درنې وسلې، پرمختللی هوايي ځواک او طبي ملاتړ به هم په کې شامل وي.












