
چارواکي وايي چې ولسمشر حامد کرزى به د افغانستان د ملي امنيت د مشر اسدالله خالد د روغتيا پوښتنه هم وکړي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د ولسمشر د سفر په اړه معلومات ورکړل، امريکا ته د سفر په اړه، د هغه سفر په اړه چې گڼ شمېر افغانان يې د خپل هېواد لپاره برخليک جوړونکى بولي.
ښاغلي فيضي وويل چې هېواد به يې د دغه سفر په ترڅ کې د خپلو ملي گټو د خوندي کولو هڅه کوي.
هغه په دې تړاو چې د دواړو هېوادونو چارواکي به د دغه سفر په ترڅ کې د خپل منځي امنيتي تړون پر منځپانگه خبرې اترې کوي، وویل، چې تړون به تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شتون څرنگوالى جوت کړي.
"يوه موضوع چې د دغه سفر په ترڅ کې به پرې خبرې کېږي، هغه امنيتي سند دى، چې څومره شمېر امريکايي سرتېري به په افغانستان کې پاتې کېږي، د يو شمېر نورو داسې خبرو په اړه به هم بحث کېږي چې له دغه امنيتي تړون سره تړاو لري.
"ښاغلي ایمل فيضي څرگنده کړه چې افغان او امريکايي چارواکي به د نورو دوه اړخيزو اړيکو په اړه هم خبرې وکړي، لکه تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته د امريکا له خوا د افغانستان ملاتړ کول."
د دغه سند په اړه خبرې اترې پيل شوې دي، په ټوله کې به ووايم چې د دغه سفر په ترڅ کې پر عمومي اساساتو خبرې کېږي، چوکاټونه به ټاکل کېږي چې پر بنسټ به يې د دواړو هيوادونو حکومتي چارواکي خبرې اترې روانې ساتي، چې يوه برخه يې د امنيتي سند په اړه خبرې اترې کول دي."
ښاغلي فيضي څرگنده کړه چې افغان او امريکايي چارواکي به د نورو دوه اړخيزو اړيکو په اړه هم خبرې وکړي، لکه تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته د امريکا له خوا د افغانستان ملاتړ کول. نوموړي وویل، چې بله غاړه به افغانان ځواکونو ته د امنيت د لېږد او د سولې بهيرونه هم وارزول شي.
اړوند چارواکي وايي چې ولسمشر حامد کرزى به د افغانستان د ملي امنيت د مشر اسدالله خالد د روغتيا پوښتنه هم وکړي، چې اوسمهال یې د امريکا په يوه روغتون کې درملنه کېږي.












