
دغو دواړو مشرانو پخوا له یو بل سره د اختلافاتو په پایله کې وسله والې نښتې هم کړې دي.
د افغانستان په شمال کې د بلخ د والي عطا محمد نور او د اسلامي جنبش د مشر جنرال دوستم ترمنځ د یوې کم سارې لیدنې رپوټ ورکړل شوی.
دغو دوو مشرانو چې په دې وروستیو کې د رپوټونو تر مخه سره خواږه نه ول د جمعیت ګوند په سیاسي دفتر کې کتلي دي.
عطا محمد نور د جمعیت ګوند پخوانی جهادي قوماندان او غړی دی.
دوی دواړه په شمال کې د دوو مخالفو ګوندونو مهم رهبران دي او ګڼ پلویان لري.
دوی دواړو پخوا له یو بل سره د اختلافاتو په پایله کې وسله والې نښتې هم کړې دي.
ویل کېږي چې دغه لیدنه د جمعیت ګوند او عطا محمد نور په سیاسي دفتر کې تر سره شوې ده.
د بلخ ولایت نه په یوه خبرپانه کې چې رسنیو ته رسېدلې ویل شوي چې د دغو دواړو lمشرانو تر منځ خبرې دوستانه وې چې د اړیکو په ټیګښت، په ۱۳۹۳ کال کې د ټول ټاکنو په تر سره کېدو او په ۲۰۱۴ کې د بهرنیانو پر وتلو را ټولې وې.
دا مهال جنرال دوستم د دولت د مخالف سیاسي اپوزیسیون ملي جبهې غړی دی.
دغه لیدنه له څو پلوه ارزښتناکه بلل کېږي.
یو دا چې دغه لیدنه داسې مهال تر سره کېږي چې د پاریس په غونډه کې د ملي جبهې مشر اجمد ضیا مسعود له طالبانو سره په جوړه شوې ناسته کې کډون درلود.
بل په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د والي عطا محمد د ګډون له امله او بل ځیني کتوونکي زړو اختلافونو پایښت ته خطر او د نوي هغو د رامنځ ته کېدل په ګوته کوي.
خو بله د ارزښت خبره دا هم کېدلی شي چې دغه لیدنه د چا په غوښتنه تر سره شوې.
ځکه وړاندې دوی دواړو عطا محمد نور او جنرال عبدالرشید دوستم یو بل ته سر نه دی ټیټ کړی.
ان تر دې چې یو مهال د بلخ والي عطا محمد نور ویلي و چې دی به جنرال دوستم ته د نژدې کېدو په صورت کې طالبانو ته په نژدې کېدو لومړيتوب ورکړي.
دغه له ځینو سره داسې اندېښنې هم پیدا کوي چې ښایي دا په شمال کې د دغو دواړو یو نوی حرکت رامنځ ته کړي.
ځینې بیا وایي چې دا په افغانستان کې یوه ځانکړي قوم ته په راتلونکې کې د ماتې ورکولو مانا لري.
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې عطا محمد نور د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ او کرزی یې پرېښود.












