"قطر دفتر یوازې د خبرو اترو لپاره پرانیستل کېږي"

د خپريدو وخت: 12:06 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391

دا به داسې یو دفتر وی چې پر مټ به یې مونږ له طالبانو سره خبرې اترې کوو. زلمی رسول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول وايي، په قطر کې به طالبانو ته هغه وخت دفتر پرانیستل شي چې هغوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته حاضر شي.

ښاغلي رسول چې د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې یې خبرې کولې وویل، په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر یوازې د سولې خبرو اترو لپاره پرانیستل کېږي او په رسمیت د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.

"دا به داسې یو دفتر وی چې پر مټ به یې مونږ له طالبانو سره خبرې اترې کوو، بله دا چې دا دفتر به تر هغه نه پرانیستل کېږي او مونږ به هوکړه نه کوو چې طالبانو او د هغوی استازو دا اعلان نه وي کړی چې د افغان حکومت سره به خبرې اترې کوي. ځکه دا به ډېره خطرناکه وي چې یو دفتر پرانیستل شي او معلومه نه وي چې څوک له چا سره په کې خبرې کوي. اوس طالبان وايي چې مونږ افغان حکومت سره خبرې نه کوو، چا سره خبرې کوي؟

که هغوی هر چا سره خبرې وکړي دا موږ ته لویه ستونزه جوړوي چې په تېر وخت کې یې له بده مرغه بیلګې لرو."

هغه وویل، افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کېدو په اړه پر یوه هوکړه لیک کار کوي چې تر نهايي کیدو وروسته به له هغه هېواد سره لاسلیک شي او د همدې هوکړه لیک په چوکاټ کې به د طالبانو دفتر په قطر کې پرانیستل کېږي.

نوموړی وايي، په دې هوکړه لیک کې به د طالبانو د دفتر ټول صلاحیتونه او حقوقی حیثیت جوت شي او د قطر حکومت به ضمانت کوي چې طالبان به له هوکړه لیک سره سم له دغه دفتره کار اخلي.

"ښاغلی رسول وايي، موږ باید په دې پوه شو چې له چا سره خبرې کوو او د قطر دفتر ته به راتلونکي طالبان د طالبانو له کومو ډلو استازیتوب کوي."

د بهرنیو چارو د وزیر په وینا په قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کیدو وروسته که د هوکړه لیک له موادو سرغړونه وشي نو افغانستان به د دغه دفتر د تړلو حق لري.

ښاغلی رسول وايي، موږ باید په دې پوه شو چې له چا سره خبرې کوو او د قطر دفتر ته به راتلونکي طالبان د طالبانو له کومو ډلو استازیتوب کوي.

د نوموړي په وینا دا به د سولې د شورا دنده وي، هغه طالبان مشخص کړي چې له طالبانو استازیتوب کولای شي.

افغان حکومت ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره باید په سعودي عربستان او یا ترکیه کې دفتر پرانیستل شي خو ویل کېږي د امریکا او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي له رامنځ ته کېدو وروسته په قطر کې د دفتر په پرانیستلو هوکړه وشوه، هغه څه چې لومړی یې افغان حکومت په اړه غبرګون وښود، خو وروسته یې بیا د دغه دفتر له پرانیستل کیدو سره هوکړه وکړه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>