
د ناټو سرمنشي اندېرس فو راسموسن د افغان ولسمشر حامد کرزي دې پرېکړې ستاينه کړې چې له مخې به يې د يو شمېر نويو سيمو امنيت له نړيوالو افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.
ښاغلي راسموسن د افغان حکومت دې اعلان سره په تړاو يوه اعلاميه کې ويلي: "له دغې پرېکړې سره به افغان ځواکونه د ۸۷ سلنه افغان وګړيو، او له ټولو ۳۴ نه د ۲۳ ولايتونو د امنيت ساتنې مشري پر غاړه اخلي."
د امريکا د دفاع وزير وايي افغان حکومت له خوا د امنيت لېږد څلورم پړاو پيلولو اعلان د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان پر خپل هېواد د واکمنۍ پر لار روان دی.
ليون پنېټا دغه خبرې د افغان حکومت د دوشنبې ورځې د دې اعلان په اړه کولې له ناټو نه افغان ځواکونو ته د امنيت ساتنې چارو لېږدونې راتلونکی پړاو به په دوو مياشتو کې پيل شي.
دا د ۵ پړاويزه بهير څلورم پړاو دی، چې په ۲۰۱۱ کال کې پيل شوی، او ټاکل شوې د ۲۰۱۴ کال په پای کې افغان ځواکونو ته د ټول امنيت په سپارلو سره بشپړ شي.
هغه مهال به د امريکا په مشرۍ د ناټو جګړه ييز ماموريت پای ته رسېږي.
د اوباما اداره اوس مهال پر دې غور کوي، له ۲۰۱۴ ورهاخوا به په افغانستان کې څومره ځواکونه پرېږدي، چې کېدی شي د ترهګرۍ ضد ځواکونه هم په کې وي.
اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ زره نړيوال ځواکونه دي، چې شاوخوا ۶۰ زره يې امريکايان دي.

د امريکا د دفاع وزير وايي افغان حکومت له خوا د امنيت لېږد څلورم پړاو پيلولو اعلان د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان پر خپل هېواد د واکمنۍ پر لار روان دی.
د ناټو موخه دا ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه د افغان پوځ او پوليسو ۳۵۰ زره سرتېري وروزي، چې د افغانستان امنيت ورسره ډاډمن کړی شي، خو ننګونې لا تر مخ پاتې دي.
داسې ژورې اندېښنې هم شته چې د ناټو ځواکونو ولو تلو سره کېدی شي افغانستان بيا د کورنۍ جګړې ګردوب ته ور وښويېږي.
د کورنۍ جګړې مخنيوي لپاره د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې ترڅنګ نړيوالې ټولنې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره سوله او سياسي جوړجاړی يوه تګلار په ګوته کړې ده.
د طالب بنديانو خوشي کول د سولې خبرو پر لار د باور جوړلو يو تدبير دی، چې له مخې يې کېدی شي د ډېرو په هيله ۲۰۱۳ کال کې د سولې بهير کې پرمختګ راشي.












